CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

لۍ جن بانګ

لۍ جن بانګ ( 1916-1997) د چين د فلمی موسيقی په خاطر مشهور کمپوزر ؤ او د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی د شورا او د چين د فلم پوهانو دټولنو د شورا د غړی ،دچين د فلمی موسيقی د ټولنی د مرستيال او د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ٦می ملی کميټې د غړی دندې په غاړه واخيستلی . لۍ جن بانګ د مان په قوم پوری اړه لری او د ١٩١٦کال د می په مياشت کی په بيجينګ کی وزيږيده .

د ١٩٣٩کال د جنوری په مياشت کی لۍ جن بانګ د لوړو تحصيلاتو لپاره جاپان ته لاړ او په توکيو کی يی دجاپان د موسيقی دلوړ ښوونځی د موسيقی د جوړونی د څانګی په مقدماتی کورس کی په زده کړی پيل وکړ . يوازی نيم کال وروسته هغه د زده کړی دنده ترسره کړه او د نوموړی ښوونځی د رييس په منظورۍ ديوه رسمی شاګرد په توګه ومنل شو .

په ١٩٤٣کال کی لۍ جن بانګ خپل وطن ته بيرته راغی او په وار سره يی د موسيقی د يوه ښوونکی په حيث د بيپينګ ( د بيجينګ پخوانی نوم ) د نجونود منځنی ښوونځی او د ((خوی جونګ )) د نجونو د منځنی ښوونځی لخوا استخدام شو . د جاپان د تيری په ضد د جګړی د برۍ موندلو نه وروسته نوموړی د فارغ په وخت کی د سمفونی موسيقی يوه ٥٠ کسيز ارکسترا جوړه کړه .

د ١٩٤٩کال د جون په مياشت کی لۍ جن بانګ د چين د فلمی موسيقی په ارکسترا کی د موسيقی په جوړولو پيل وکړ . د ١٩٥٥کال د اپريل په مياشت کی د چانګ څوان د فلمی ستوديو لخوا وګمارل شو . له هغه نه وروسته د څه د پاسه ٣٠ کلونو په اوږدو کی يی د فلمونو لپاره له سلو نه زياتی ترانی او سندری جوړی کړی . د هغه سندرو خپل ځانګړيتوب ، قومی او محلی رنګ لری . مثلأ د چين د ملی اقليتونو د ژوندانه په اړه د لاندنيو فلمونو لپاره کمپوز شوی سندری او نغمی د نندارچيانو او اوريدونکو لخوا د هرکلی او خوښی وړ دی : (( پنځه دانی طلايی ګلان ))، (( نجلی ليو سان جې )) ، ((ګنګلی غر ته راغلی ميلمه )) ، (( د جينګ پو قوم پيغله )) او داسی نور .

د هغه لخوا کمپوز شوی نوری زياتی فلمی سندری د هيواد په هر ګوټ کی خپری شوی او د خلکو د مينی او خوښۍ وړ ګرځيدلی دي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11