CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

ليو تيان هوا

ليو تيان هوا د چين مشهور کمپوزر او د موسيقی تعليم پوه بلل کيده او د چين د ملی موسيقی له استاذانو څخه شميرل کيده .

نوموړی په ١٨٩٥کال کی دچين د جيانګ سو ولايت د جيانګ اين په ولسوالی کی زيږيدلی او پلار يی يو معمولی منور و . ليو تيان هوا او دده نور دوه وروڼه د چين په کلتوری تاريخ کی د ډيرو نامتو درو برجسته شخصيتونو په توګه ګڼل کيږی . مشر ورور يی ليو بان نونګ يو مشهور اديب ، شعار او د ژبې او ادبياتو پوه و . ليو تيان هوا په دغسی کورنی کی زيږيدلی او وده يی کړی ده او د منځنی ښوونځی په مرحله کی يی د درسونو نه وروسته د لويديځی نړۍ د بادی ساز په زده کړی پيل وکړ او په ١٩١٢ کال کی هغه د شانګهای په يوه مسلکی ارکسترا کی په سيستماتيک ډول د موسيقی تيوری او د پيانو ، او وايلين او بادی ساز زده کړ .

دهغه د لومړنی نغمی نوم دا دی چه د ناروغۍ په وخت کی ، او د ارهو په نامه د تارلرونکی موسيقی الې په وسيله غږوله شوی ، دغه نغمه په ١٩١٥کال کی په هغه غمجن حالت کی چه پلار يی له بدمرغه د ناروغی په اثر له دنيا څخه لاړ ، جوړه شوی وه . هغه د لومړی ځل لپاره د موسيقی په وسيله د هماغه وخت له ناعادلانه ټولنی څخه دخپلی کرکی او نفرت احساسات څرګند کړل .

د چين د عنعنوی موزيک د زده کړې په غرض ليو تيان هوا دهيواد په هرګوت کی د کليوالو ممثلانو سره مرکی وکړې او د ارهو ، جهارتار او لرغونی موسيقی الی د غږولو په برخه کی يی له نامتو کليوالو سابقه دارو ممثلانو څخه زده کړه وکړه . دغه راز يی دا ټينګه اراده درلوده چه ملی موسيقی اصلاح او نوی کړی . په دی بهير کی يی د ارهو په نامه موسيقی اله چه يو ډول دوتار دی او په چين کی ډير ليدل کيږی ،د لومړنی اصلاحی هدف په حيث وګڼله .

د ١٩٢٢کال نه نيولی تر ١٩٣٢ کاله پوری په لسو کالو کی پروفيسر ليو تيان هوا د بيجينګ په پوهنتون کی شاګردانو ته د ارهو ، چهار تار او وايلين د ورزده کولو دنده په غاړه درلوده او زيات شمير موسيقی اثار يی په دی لسو کالو کی ترسره شوی ؤ . دده له نوموړو اثارو څخه له لوی طبيعت سره مينه او د اصلی ټاټوبی يادونه څرګنده شوی ده . د موسيقی اثارو د ليکلو په بهير کی ليو تيان هوا د خپل ملت د عنعنوی فن او مهارت د ساتلو پر اساس د لويديځو هيوادونو څخه هم ګټه واخيستله .نو په دی وجه هغه د چين د ملی موسيقی د ترقی لپاره يوه نوی لاره پرانستلی ده او موسيقی اثار يی څرګند ځانګړيتوب لری .

ليو تيان هوا د ١٧ کلنی په وخت کی د موسيقی په تعليم پيل وکړ او د ډيرو کلونو د کوښښونو نه وروسته يی په دی ساحه کی زياتی غنی تجربی هم راغونډی کړې او د ملی موسيقی په اړه د تدريسی سيستم د رامنځ ته کولو لپاره يی بنسټ کيښودلی دی .

له بدمرغه خبره خو دا ده چه ليو تيان هوا د ناروغۍ په وجه يوازی د ٣٨ کالو په عمر د ١٩٣٢ کال د جون په اتمه نيټه د تل لپاره خپلی سترګی پټی کړې وی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11