CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

نې ار

نې ار د چين ډير مشهور کمپوزر و . هغه د ١٩١٢کال د فبروری په ١٤ نيټه د چين د جنوب لويديځ د وين نان ولايت په مرکز کونګ مينګ کی وزيږيده او د کوچنيتوب په مرحله کی يی له موسيقی سره مينه اوشوق راپيدا کړ . په ١٩٢٥کال کی د وين نان ولايت په لومړی ائتلافی ليسه کی شامل شو او هلته د انترناسيونال په شمول انقلابی سندرو او کتابونو ور باندی زياتی اغيزې واچولی . په ١٩٢٧ کال کی د وين نان د لومړی داراامعلمين زده کوونکی شو او هلته يی له خپلو ملګرو او دوستانو سره يوځای (( دجوجو د موسيقی ټولنه )) جوړه کړه او تل او هميشه به يی د ښوونځی په داخل او بهر کی په هنری نندارو او نورو مربوطو فعاليتونو کی برخه اخيستله ، په عين وخت کی يی د وايلين او پيانو په زده کړې پيل هم وکړ .

د ١٩٣٠کال د نوامبر په مياشت کی نې ار د چين د ختيځ په شانګهای ښار کی د امپرياليزم په ضد په لويه اتحاديه کی ګډون وکړ . د ١٩٣١کال د مارچ په مياشت کی يی د (( مينګ وې )) د اوپرا د ټولنی د وايلين د غږونکی په توګه وګمارل شو او په دی ضمن کی يی پخپله د پيانو ، د همنوايی د غږيدونکی موزيک او کمپوز کولو په زده کړې پيل وکړ . د ١٩٣٢کال د اپريل په مياشت کی يی د کيڼ لاس له ډراماتيست او شاعر تيان هان سره وپيژاند اود کيڼ لاس د هنرمندانو سره يی اړيکی ټينګی کړې . له ښاغلی تيان هان سره دوستۍ او همکارۍ د ښاغلی نې ار په ژوندکی پر هنری برياليتوبونو باندی ژور او مثبت تاثيرات غورځولی دی .

په ١٩٣٣کال کی نې ار د موسيقی اثارو په ليکلو پيل وکړ او په وار سره يی د ورځپاڼو د خرڅوونکو هلکانو او نجونو ، د ساختمانی کارګرو ، د نويو ښځو ، د بندری کارګرو په شمول د زيارکښو خلکو د ستايلو په هکله زياتی سندری او ترانی جوړې کړی دی ، د سرتيريو د مارش په نامه د مشهورې سندری موزيک چه د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته د ملی سرود په توګه ټاکله شوی ، د ښاغلی نې ار لخوا ترسره شوی دی .

د ١٩٣٥ کال د اپريل په ١٨ نيټه نې ار توکيو ته ورسيد او په جاپان کی يی د هغه هيواد د موسيقی ، ډرامو او فلمونو په برخه کی يو لړ معلومات ترلاسه کړل ، د جاپان هنرمندانو ته يی د چين د موسيقی په باب نوی پرمختګ هم بيان کړ ، دغه شان يی د توقف په موده کی جاپانی ژبی او د موسيقی اړوند معلومات هم زده کړل . خو له بدمرغه ، د همدی کال د جولای په ١٧ نيټه هغه د لامبو وهلو په ترڅ کی مړ شو چه عمر يی يوازی ٢٣ کلن و .

د نې ار په لنډ ژوند کی که څه هم د څه دپاسه دوو کالو لپاره د موسيقی په جوړولو مصروف شو ، خو هغه اتو فلمونواو څلورو معاصرو ډرامو ته د شلو اصلی ترانو او نورو سندرو په شمول ٤١ موسيقی اثار جوړ کړی دي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11