CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

جانګ لي

جانګ لی د ترانو او سندرو شاعر دی او د ١٩٣٢کال د اکتوبر په ١٧ نيټه د چين د شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت د دا ليان په ښار کی وزيږيده . په ١٩٤٨کال کی د شمال ختيځ د لويی د ډراماتيک هنر په څانګه کی د ادبياتو په زده کړې پيل وکړ او په ١٩٥٥ کال کی دبيجينګ د پيداګوژيک او دارالمعلمين د پوهنتون د چينی ژبی په څانګه کی د يوه استاد په توګه استخدام شو ، وروسته يی په جلا جلاتوګه په ١٩٥٧ او ١٩٧٠کال کی د جی لين ولايت د اوپرا او د نڅاتمثيل په تياتر او د ملی موسيقی په مرکزی ارسترا کی د موسيقی په جوړونی پيل وکړ او د دولت په لومړنی درجه په ډراماتيک طراح پوری اړه لری . .

ښاغلی جانګ لي د خپل رسمی کار د څه د پاسه ٥٠ کلونو په اوږدو کی دترانو او سندرو په اړه د خلکو د خوښی او علاقی وړ زيات شعرونه ليکلی دی چه په دی جمله کی (( د اسيا قدرت ))په نامه هغه سندره چه په بيجينګ کی د اسيا د ١١می سپورتی لوبی په افتتاحيه مراسمو کی د اصلی سندری په توګه ټاکله شوی وه ، او د چين د مشهورې ښځينه سندرغاړې وی وی په خوږ أواز ويله شوی ده ،(( زه او زما ګران وطن )) ، (( له کړاونو او خوښۍ نه ډک کلونه )) او داسی نوری سندری تر اوسه پوری د وګړو په ياد کی پاتی کيږی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11