CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

تيان هان

تيان هان د چين د معاصرو ډرامو د غورځنګ موسس او د ډرامو د اصلاح سلف ؤ . هغه نه يوازی معاصرې او لرغونی ډرامی، افسانوی فلمونه ، بلکی شعرونه او فلمی سندری هم وليکلی او د خلکو په زړونو کی د هغه نوم د مشهور ډراماتست او بريالی شاعر په توګه ځای نيولی دی .

ښاغلی تيان هان د چين په منځنی برخه کی د هونان ولايت د مرکز څانګ شا و او د ١٨٩٨ کال د مارچ په ١٢ نيټه د يوه بزګر په کورنی کی زيږيدلی و . د ځوانۍ په وخت کی د امپراليزم او فيوډاليزم په ضد په نوی کلتوری نهضت کی برخه واخيستله . د تيری پيړی په دوهمه لسيزه کی هغه د(( نانګو)) په نامه هنری ټولنه جوړه کړه او د چين په معاصر کلتوری او هنری تاريخ کی يی مهم رول ولوباوه ، او په هماغوکلونو کی يی له لسو نه زياتی معاصری ډرامی وليکلی او دچين په هنری صحنه کی د لومړی ځل لپاره معاصری ډرامی ننداری کيدلی . په ١٩٣٢ کال کی تيان هان د چين په کمونست ګوند کی د ګډون نه وروسته د کڼ لاس د ډرامو او فلمونو له اصلی جوړونکوڅخه وشميرل شو . (( د سرتيرو مارش )) په نامه د چين د ولسی جمهوريت د ملی سرود شعر د ښاغلی تيان هان لخوا ليکل شوی دی . دغه سندره چه اهنګ يی د مشهور کمپوزر نی ار لخوا جوړ شو ، د جاپان د تيری په ضد د جګړی له کلونو نه نيولی تر ننه پوری تل د چينی ملت اولادونه دی ته تشويقوی چه د خپل ګران وطن د ازادۍ او غښتليتوب لپاره په نه ستومانه کيدونکی توګه مجادله او هڅه وکړی .

د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته تيان هان په کلتوری اوهنری ساحه کی د مشرتابه دنده په غاړه درلوده او په دی بهير کی يی لا هم په زيار او کوښښ سره خپل هنری اثار نندارچيانو ته وړاندی کړل . مګر له بدمرغه د تيری پيړی په شپږمه لسيزه کی د چين د تش په نامه لوی کلتوری انقلاب په نهضت کی د (( څلور کسيزی ډلی )) د ځورونی او ځپنی له امله له دنيا څخه ولاړ .

د احصايی له مخی ښاغلی تيان هان په خپل ټول ژوند کی څه د پاسه ٦٠ معاصری ډرامی ، له شلو نه زياتی لرغونی ډرامی ، څه د پاس لس افسانوی فلمونه وليکل ، له ٩٠٠ نه زيات شعرونه او نور ډير ادبی او هنری اثار يی هم ترسره کړل . د تيان هان د اثارو د مجموعی په نامه کتاب کی يوازی دده د اثارو يوه برخه شامله شوی ده . هيڅوک د تيان هان له هغو کارنامو نه چه د چين د ډرامو او شعرونو په ساحه کی يی قايمی کړی ، انکار نه شی کولای او دده نوم به د تل لپاره د چين د معاصرو ډرامو او شعرونو په تاريخی کتابچه کی ځای ونيسی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11