CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

فولين

فولين د شعرونو ليکوونکی او د موسيقی جوړونکی دی . د ١٩٤٦کال د جنوری په ١٧ نيټه د چين د شمال ختيځ د هرونجيانګ ولايت د ((فوجين )) په ښار کی وزيږيد اوپه ١٩٦٨کال کی د چين د ولسی ازادی بخښوونکی اردو د هنری پوهنځی د موسيقی له څانګی نه فارغ شو . هغه په وار سره د سمندری قواؤ د سياسی اداری د سندرو او نڅاؤ د هيات د موسيقی غږونکی ، د رييس د مرستيال او هنری لارښود په شمول څو دندی په غاړه واخيستلی او په عين وخت کی د چين د موسيقی پوهانود ټولنی د شورا د اړوندی کميټې او دچين د نرم موزيک د علمی ټولنی د مرستيال په توګه دندی هم ترسره کوی .

نژدی څلويښت کاله کيږی چه ښاغلی فولين د موسيقی په جوړولو بوخت دی ، په دی موده کی هغه نژدی زر په زړه پوری سندری او نغمی چه د خلکو د خوښی وړ دي ، نندارچيانو او اوريدونکو ته وړاندی کړی دی ، دغه شان يی د ډيرو فلمونواو تليويزيونی داستانی فلمونو لپاره يی هم شعرونه ليکلی او موسيقی يی جوړی کړی دی . هغه د چين د کلتور د وزارت په استازيتوب د هيواد په بهر کی د موسيقی په

بين المللی مسابقو کی د انتخاباتی کميټې د غړی دنده ترسره کړه او د موسيقی د مينه والو د لويی نړۍ په نامه مجله يی خپره کړی او د دی مجلی د مسئول مدير دنده په غاړه لری . اوس د موسيقی جوړول يوازی د ښاغلی فولين د ورځنی کار يوه برخه ده او ډير وختونه او زيارونه يی د موسيقی د تيوری د څيړلو او د موسيقی د ځوانو کارکوونکو د روزلو لپاره وقف کړی او کوی يی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11