CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

وانګ لو بين

ښاغلی وانګ لو بين (1913-1996) دچين په لويديځ کی د ولسی سندرو په ساحه کی ډير مشهور خپرونکی شخصيت و او د چين دمعاصرو سندرواو نغمو د لومړنی شخصيت شهرت يی تر لاسه کړ .

وانګ لو بين د ١٩١٣کال د جنوری په مياشت کی په بيجينګ کی وزيږيد او په ١٩١٩کال کی يی په لومړنی ښوونځی کی په زده کړې پيل وکړ . په ١٩٣١کال کی د بيپينګ ( د بيجينګ پخوانی نوم و ) د دارالمعليمين د هنری علم په ټولګی کی يی د روسي ښوونکې هورواټ په تعقيب سره أواز لرونکی موسيقی او پيانو زده کړه . په ١٩٣٧کال کی يعنی پر چين باندی د جاپان د تيری کوونکی جګړی دپيل نه وروسته ښاغلی وانګ لو بين د مشهورې ښځينه ليکوال دينګ لينګ په مشرۍ د شمال لويديځ د جنګی ميدان په خدمتی ډله کی برخه واخيستله او په دی موده کی يی د سرتيريولپاره د کاليود مينځلو ، جنګی ډګر ته د کليوالو د تللو په نوم څو جنګی سندری جوړې کړې وی . د ١٩٣٨کال په پسرلی کی نوموړی خدمتی ډلی دلوړی درجی د هدايت سره سم د کار لپاره د وانګ لو بين په شمول څو تنه غړی د شينجيانګ سيمی ته وروليږل . د هيواد په لويديځه سيمه کی وانګ لو بين زيات شمير په زړه پوری او ښکلی ولسی سندری واوريدلی . يو ويغوری موټروان دده په وړاندی د دابان ښار په نامه د توروفان محلی سندره وويله چه د وانګ لو بين د زياتی مينی او علاقی وړ وګرځيده . ښاغلی وانګ ډير ژر د نوموړی سندری په اساس د أس د ګاډيوان په نامه نوی سندره جوړه کړی وه . د دی سندری په بيا جوړولو سره وانګ لو بين د موسيقی دجوړونی په لاره کی يوې نوی مرحلې ته داخل شو او د چين د ملی اقليتونو د سندرو او نغمو په راجمع کولو او تنظيمولو يی پيل وکړ .

د زياتو کلونو د نه ستومانه کيدونکو زيارونو او هلوځلو نه وروسته وانګ لو بين د بيلا بيلو قومونود ولسونو ډيری په زړه پوری سندری او خوږی نغمی راټولی کړی دي . لکه د ويغوری قوم ولسی سندرې : ((ستا پر سر څادر ليری که )) ، ((دکاشغر ډانسی نغمه ))، ((د ځوانۍ په نامه ډانسی نغمه )) ، (( پيغله ألاموهان ))، (( د سپوږمۍ نيمه برخه وليدله شوه )) او ((علارا )) . د قزاقيانو ولسی سندرې : (( د سرګردانو سندره )) ، ((ترسبا پوری تا ته انتظار)) ، (( مايلا )) ، ((د لمر د لويدو په وخت کی له أشپزخانی نه راپورته شوی دود او لوګی )) او داسی نور . دغه سندرې ډير روان او ښکلی اهنګونه لری او تر اوسه پوری د خلکو په شونډو زمزمه کيږی .

د نوموړو ولسی سندرو د راجمع کولو او تنظيمولو پر اساس وانګ لو بين زياتی ولسی سندری هم بيا جوړی کړی وی . مثلأ دا سندره چه نوم يی دی _ (( په هغه

ليری او ګوښه ځای کی )) ، د عشق او مينی د څرګندولو په وخت کی د قزاقيانو يوه ولسی سندره ده . دغه سندره په لومړی وخت کی د چين د لويديځ د ګان سو او چينګ های په سيمو کی خپره او رواج شوه ، او ډير ژر د هيواد په هرګوټ کی خپره شوه او دخلکو د مينی او خوښی وړ سندره ګرځيدلی ده .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11