CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

شيو پۍ دونګ

شيو پۍ دونګ د چين د موسيقی مشهورکمپوزر و . هغه د ١٩٥٤کال د فبروری په لومړی نيټه د چين د شمال ختيځ په ساحلی ښار دا ليان کی وزيږيده او په ١٩٧٠کال کی يی د امتحان له لاری د ولسی ازادی بخښوونکی اردو د (( فوجو )) د نظامی ناحيی د سندرو او نڅاؤ په ډله کی د سپينش د لومړنی غږونکی او د ارسترا د لارښود او د موسيقی د جوړونی دندې په غاړه واخيستلی . په ١٩٧٦کال کی د لوړو تحصيلاتو لپاره د مرکزی موسيقی د پوهنځی د کمپوز کولو د څانګی يو شاګرد وګرځيد او په ١٩٨٥ کال کی د چين د اوپرا د تياتر لخوا د کمپوز او د ارکسرا د لارښود په توګه استخدام شو . هغه د دولت په لومړی درجه کمپوزر او د چين د نری لارو موزبک د ټولنی مرستيال هم و . دغه شان په ١٩٩٢ او ١٩٩٦ کال کی په جلا جلا توګه د چين د ترانو او سندرو له لسو لويو ليکونکو څخه انتخاب شوی او په١٩٩٦ کال کی يی د چين د سندرو په شل کلنی جوړونه کی د بريالی شخصيت جايزه او د چين د رايجو سندرو په ساحه کی د بريالی شخصيت په نامه جايزه ګټلی ده .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11