CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

چياو يو

ښاغلی چياو يو د چين د سندرو د شعرونو مشهور ليکوال و او په ١٩٢٧کال کی د شان دونګ ولايت د جی نينګ په ښار کی وزيږيده . د هغه بل نوم چينګ باو و او په چين کی د شعرونو د ليکلو په ساحه کی ممتاز او برجسته شخصيت ګڼل کيږی .

په ١٩٤٦کال کی چياو يو د(( بۍ فانګ )) د پوهنتون په هنری پوهنځی کی شامل شو او په ١٩٤٩کال کی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته د چين د ډرامو د مرکزی پوهنځی ، د چين د ډراماتيستانو د ټولنی او د کلتوری چارو د وزارت په اړه د ادبی سناريو د خلق کولو د دفتر غړی وګرځيد .

د ١٩٧٧کال نه راوروسته نوموړی د چين د اوپرا او د نڅا تمثيل د تياتر د مرستيال او رييس ، د چين د ډراماتيستانود ټولنی د څلورمی دورې د شورا د غړی ، د چين د موسيقی او ادبياتو د ټولنی د رييس او د چين د بين المللی کلتوری تبادلی د مرکز د شورا د غړی په شمول يو لړ دندې په غاړه اخيستی دی ، دغه راز هغه د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د اتمی ملی کميټی غړی هم دی .

ښاغلی چياو يو د عصر او زمانی د ترقۍ سره سم ډير زيات هنری اثار جوړ او خلق کړی دی چه په دی جمله کی لاندنی سندری ډير شهرت لری او نومونه يی دا دي _ (( زما ګران وطن )) ،(( د شان سی ښايسته منظره )) ،(( راځی چه مونږ کښتۍ وچلوو )) ، (( زما په زړه کی ګلاب ))، (( نن شپه نه هيريدونکی ده )) ، ((له چين سره زمونږ مينه )) او داسی نور .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11