جيانګ دا وی
جيانګ دا وی د چين مشهور او بريالی سندرغاړی دی . هغه په ١٩٤٧ کال کی د چين د تيان جين په ښار کی زيږيدلی او د کوچنيتوب په مرحله کی يی له موسيقی او نقاشۍ سره مينه او علاقه درلوده . په ١٩٧٠ کال کی يی د ځنګلونود پوليسو په هنری کاری ډله کی ګډون وکړ .
په ١٩٧٥ کال کی جيانګ دا وی د سولو د لوبغاړی په توګه د مرکزی قومی سندرو او نڅاؤ د هيات لخوا ومنله شو او وروسته يی د دی هيات د رييس او د چين د نرم موزيک د ډلی د رييس دندی په غاړه واخيستلی .
نوموړی د څو وارو لپاره د امريکی ، کانادا ، جاپان . جرمنی ، سينګاپور او تايلند په شمول زياتو هيوادونو او سيمو کی ننداری وکړې او د هيواد په داخل او بهر کی د نندارچيانو ستاينی يی حاصلی کړی دی .
|