CRI Online
سندراغاړی

چنګ جه

چنګ جه د چين د نارينه په لوړ أواز مشهور سندرغاړی دی ، د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی غړی او د ولسی ازادی بخښوونکی اردو د عمومی سياسی اداری په اړه د سندرو او نڅاؤ په ډله کی د دولت په لومړی درجه لوبغاړی هم دی . چنګ جه په ١٩٦٢کال کی زيږيدلی او په ١٩٨٣ کال کی د موسيقی له مرکزی پوهنځی د اوپراګانو د هنر له څانګی څخه فارغ شوی دی او استاذ يی د چين د أوازلرونکی موسيقی په ساحه کی نامتو پروفيسر شنګ شيانګ ؤ .

د چين په لويو هنری کنسرتونو او اړوندو فعاليتونو کی چنګ جه څو څو ځله د سولو رول ولوباوه او چينی او بهرنيو متخصصانو او نندارچيانو ورته شاباسی وويله .

د امريکی د نيويارک د اوپراګانو د تياتر رييسی ميرمن بيفری بچی چه د ښځو په جګ أواز کی د نړۍ له لسو نامتو سندرغاړو څخه شميرل کيږی ، چنګ جه ته داسی شاباسی ورکړ چه د نارينه په لوړ أواز کی د سندرو ويلو په برخه کی ډير لږ ليدل کيږی . د امريکی د نيويارک د تايمز ورځپاڼې د مقالی په خپرولو سره وويل چه زمونږ لپاره نوموړی د نننی نړۍ د سندرو په ساحه کی له ختيځی نړۍ نه راغلی چلنج بلل کيږی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13