CRI Online
سندراغاړی

لياو څانګ يونګ

لياو څانګ يونګ له هغو ډيرو لږو چينی سندرغاړو څخه شميرل کيږی چه په اوسنی وخت کی د نړۍ د اوپراګانو په صحنه کی زيات فعاليتونه کوی .

د أوازلرونکی موسيقی په برخه کی نامتو تعليم پوه جو شياو يان او د نارينه په جګ أواز سندرغاړی لو وی د لياو څانګ يونګ استاذان ؤ او په ١٩٩٥ کال کی هغه د شانګهای د موسيقی د پوهنځی د ماسترۍ علمی درجه ترلاسه کړه .

د وروستيو کلونو راهيسی نوموړی د أوازلرونکی موسيقی په نړيوالو سياليو کی په پر له پسی توګه لومړنی لمبر ګټلی دی . مثلأ يوازی له ١٩٩٦ نه تر ١٩٩٧ کاله پوری په يوه کال کی يی په جلا جلا توګه د فرانسی د تولوسک په ٤١مه سيالی ، د ايتاليی د دومينګو د اوپراګانو په نړيواله مسابقه ، او ناروی د ملکی سونګجا په بين المللی سيالی کی طلايی جايزی وګټلې . د هغه د دغو برياليتوبونو له امله د نړۍ د موسيقی شخصيتونه ډير حيران شول . لياو څانګ يونګ د اسيا هغه لومړنی سندرغاړی دی چه د دومينګو د اوپراګانو په نړيواله مسابقه کی يی لومړنی لمبر وګاټه . موسيقی استاذ پلاسيدو دومينګو په ډيری خوشحالی سره وويل چه هغه تر هر هغه چا ممتاز سندرغاړی دی چه پيژندلی می دی .

د وروستيو کلونو راهيسی لياو څانګ يونګ د نندارو لپاره په وار سره امريکی ، فرانسی ، جاپان ، استراليا ، برتانيی ، سويدن ، ناروی ، جرمنی ، روسيی او داسی نورو زياتو هيوادونو ته ولاړل او په تيره بيا د امريکی د کينيدی په مرکز کی يی د دومينګو په همکاری د ((ويردی )) اوپرا چه نوم يی ترواتور ؤ ، امريکايی نندارچيانو ته وړاندی کړه او په بی ساری توګه بريالی شوی دی .

دواشنګتن پوست ورځپانی په يوه اړوند ځانګړی راپور کی داسی ليکلی چه مونږ ټينګ باور لرو چه دغه نابغه او لوړ استعداد لرونکی أرټيسټ به د نړۍ د سندرو ويلو په ساحه کی د يوی قيمتی ډبری په څير ومنل شی .

اوس لياو څانګ يونګ د شانګهای دموسيقی د پوهنځی پروفيسر دی او د أوازلرونکی موسيقی د څانګی د رييس دنده په غاړه هم لری .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13