CRI Online
سندراغاړی

جانګ يې

جانګ يې د چين د منځنی جنوبی برخی د هو نان ولايت ده او يوه داسی تکړه سندرغاړی ګڼله کيږی چه د چين د ملی ترانو او سندرو په ساحه کی ځای نيسی . په ١٩٩١ کال کی هغه د چين د موسيقی د پوهنځی د أوازلرونکی موزيک له څانګی نه فارغه شوه او استاذ يی د چين د أوازلرونکی موسيقی په ټولنه کی مشهور پروفيسر جين تيان لين دی . جانګ يې په ١٩٩٥ کال کی د أوازلرونکی موسيقی د ماستری علمی درجه ترلاسه کړه ، اوس د نوموړی پوهنځی ځوانه ښوونکی ده .

سندرغاړی جانګ يې د بيلا بيلو ملی سندرو په ويلو کی ډيره تکړه ده او دننه په هيواد کی په زياتو مهمو سياليو کی طلايی جايزې ګټلی دي . دغه راز يی په برتانيی ، فرانسی ، سويزرلند ، جرمنی ، سويدن . بيلجيم ،

لوکسمبورګ ، جاپان او د جنوب ختيځی اسيا په مختلفو هيوادونو ، د هانکانګ او مکاو په سيمو کی ننداری وکړې او د داخلی او بهرنيو ننداره کوونکو لخوا يی هرکلی وشو .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13