CRI Online
سندراغاړی

يانګ هونګ جی

يانګ هونګ جی د چين د مشهورو سندرغاړو څخه شميرل کيږی او د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی او د چين د تياتری ټولنی غړی هم دی .

ښاغلی يانګ هونګ جی د ١٩٤١کال د فبروری په مياشت کی د چين د شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت د دا ليان په ښار کی وزيږيد او د کوچنيتوب په وخت کی يی د سندرو له ويلو سره ډيره مينه درلوده او د ليسی د ١١ ټولګی په وخت کی يی د دا ليان ښار د سندرو او نڅاؤ د ډلی يو ځوان لوبغاړی وګرځيد او په ١٩٦٢ کال کی د امتحان له لاری د بيجينګ د ولسی ازادی بخښوونکی اردو د عمومی سياسی اداری په اړه د اوپراګانو د ډلی لخوا منل شوی دی .

په ١٩٧٩کال کی د جاپان د موسيقی نامتو لارښود سيزی اوزاوا د چين د مرکزی فيلهارمونيکې ټولنې په همکاری په چين کی د بيتهون نهم سمفونی موزيک تمثيل کړ . ښاغلی سيزی اوزاوا د چين د شل ګونو تنو سندرغاړو له جملی څخه يانګ هونګ جی انتخاب کړ چه په ننداره کی برخه واخلی . وروسته يی د(( کارمين )) ، (( ماداما بوتر فلی )) او (( توسکا په شمول په مشهورو بهرنيو اوپراګانو او چينی اوپراګانو کی اصلی رول لوبولی دی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13