CRI Online
سندراغاړی

جو شياو يان

جو شياو يان د چين د ښځو په جګ أواز کی له سندرغاړو او د أواز لرونکی موسيقی له تعليم پوهانو څخه شميرل کيږی او د شانګهای د موسيقی د پوهنځی عمری پروفيسره هم ده .

په ١٩١٨ کال کی جو شياو يان د هو بۍ په ولايت کی زيږيدلی او پلار يی چه جو څانګ ګو نوميده ، يو روشنفکر صنعتګر ؤ او له موسيقی سره يی ډيره مينه درلوده . د پلار تر همدغو تاثيراتو لاندی جو شياو يان له موسيقی سره زياتی علاقی راپيدا کړی دی .

د ١٩٣٥کال د سپټمبر په مياشت کی جو شياو يان د شانګهای د (( ګو لی )) د موسيقی په مسلکی ښوونځی کی د أواز لرونکی موسيقی په زده کړی پيل وکړ . د ١٩٣٨کال په پای کی جو شياو يان پاريس ته ورغله او هلته يی له مشهور کمپوزر چی ار پين سره أ شنايی وکړه او د هغه په مرسته جو شياو يان د پاريس د روسی موسيقی په پوهنځی کی شامله شوه . د اوو کالو د زيارونو نه وروسته بالاخره د ١٩٤٥ کال د اکتوبر په مياشت کی جوشياو يان د پاريس د دولتی تياتر صحنی ته پورته شوه او فرانسوی نندارچيانو په تودو چکچکو سره د هغی خوږ أواز او په زړه پوری نندارې ته ځواب ورکړ . له هغه نه وروسته نوموړی د بلنی په اثر د چک د پراګ د پسرلی په هنری کنسرت کی برخه درلوده . د جو شياو يان نمايش ډير ستر بری وموند او د چينی بلبلی شهرت يی ترلاسه کړ .

د ١٩٤٧ کال د اکتوبر په مياشت کی جو شياو يان خپل وطن ته راستنه شوه .په ١٩٤٩ کال کی د نوی چين د جوړيدو نه وروسته جو شياو يان د أوازلرونکی موزيک د ښوونکی په توګه د شانګهای د موسيقی د پوهنځی لخوا ګمارله شوی ده .

د چين د تش په نامه کلتوری لوی انقلاب په موده کی به جو شياو يان تل په خپل تدريسی کار باندی ټينګار کاوه او په بريالی ډول يی د نارينه په جګ أواز کی مشهور سندرغاړی وی شونګ روزلی دی . په ١٩٨٤ کال کی د ويانا په نړيواله سيالی کی د جوشياو يان څلورو تنو شاګردانو دری طلايی جايزی او يو نقره يی انعام ترلاسه کړی دی .

په دی غرض چه د چين د اوپراګانو چارو ته پرمختيا ورکړی شی ، د ١٩٨٨ کال د می په مياشت کی جو شياو يان د شانګهای د موسيقی په پوهنځی کی د جو شياو يان د اوپرا مرکز تاسيس کړ او په ١٩٨٩ کال کی نوموړی مرکز د ريګوليتو په نامه خپله تيارشوی لومړنی اوپرا په بريالی توګه ننداره چيانو ته وړاندی کړ .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13