CRI Online
سندراغاړی

هو شونګ خوا

  هو شونګ خوا د چين يو نامتو او بريالی سندرغاړی دی . هغه په ١٩٣٠ کال کی د بيجينګ د مان قوم په يوه کورنی کی زيږيدلی او د ځوانۍ په وخت کی يی د (( سنجدما )) او د (( ښو حاصلاتو)) د دوو سندرو په ويلو سره څه شهرت ترلاسه کړ .په ١٩٥٢ کال کی هغه د مرکزی قومی سندرو او نڅاؤ په هيات کی ګډون کړی دی .

هو شونګ خوا د چين د ملی اقليتونو له ترانو او سندرو سره ډيره علاقه او مينه لری . په ١٩٥٢ کال کی د هغو اوږدو تاريخی شعرونو په پروګرام کی چه عنوان يی و _ (( ختيځ سور دی )) ، او د سندرو او نڅاؤ په شکل ننداره چيانو ته وړاندی شول ، هو شونګ خوا په خپل خوږ أواز يوه مغولی سندره ويلی او تر اوسه پوری لا هم د خلکو په شونډو زمزمه کيږی .

هو شونګ خوا په زياتو اوپراګانو کی اصلی رول لوبولی اود نژدی ٣٠ فلمونو لپاره يی سندری ويلی دی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13