CRI Online
سندراغاړی

سونګ ځو اينګ

سونګ ځو اينګ په اوسنی چين کی تر ټولو ممتازو او برياليو ځوانو سندرغاړو څخه يوه ده .

د ١٩٦٦کال د جون په ٢٧ نيټه سونګ ځو اينګ د چين د هونان ولايت د ګو جانګ ولسوالی د مياو قوم په وړوکی غرنی کلی کی زيږيدلی او د ١٩٨١ کال د اګيست په مياشت کی د نهم ټولګۍ د زده کړی د ترسره کيدو نه وروسته د امتحان له لاری د نوموړی ولسوالی د هنری هيات لخوا ومنله شوه . وروسته د تو جيا او ياو د قومونو د سندرو او نڅاؤ د ډلی يوه غړی وګرځيده او هلته يی له يوه کال نه د کم وخت نه وروسته بيا د امتحان له لاری د مرکزی قومی پوهنځی د موسيقی او نڅا په څانګه کی په زده کړی پيل وکړ او په ١٩٨٧کال کی يی خپله تحصيلی دنده پای ته ورسوله او ورځنی فارغه شوه . د ١٩٨٨کال کی د اکتوبر په مياشت کی د هونان ولايت په مرکز څانګ شا کی د هيواد د أوازخوانانو په ګډون هغه ملی سيالی کی چه د چين د موسيقی پوهانو لخوا جوړه شوه ، سونګ ځو اينګ طلايی جايزه وګټله او په دی ډول هغه د مشهور موسيقی پوه پروفيسر جين تيان لين شاګرده وګرځيده ، ورپسی يی د پسرلنی اختر د نمانځنی په هغه ماښامنی هنری کنسرت کی چه د چين د مرکزی تيلويزيونی سټيشن لخوا ترتيب شوی و ، سونګ ځو اينګ يو ځل بيا د خپل ځانګړی هنری سبک او مهارت له امله د نندارچيانو لخوا و پيژندل شوه او د هيواد په چوکاټ کی يی شهرت موندلی دی . په ١٩٩١ کال کی هغه د چين د ولسی ازادی بخښوونکی اردو د سمندری قواؤ د سياسی اداری په اړه د سندرو او نڅاو په ډله کی وګمارله شوه ، اوس د دولت په لومړنی درجه لوبغاړی ده او د حکومت لخوا ورباندی فوق العاده معاش ويشل کيږی .

د سندرغاړې سونګ ځو اينګ په خوږ أواز کی د ويلی شويو ډيرو په زړه پوری سندرو نومونه دا دی _ ښه ژوند ،. له چين سره مينی ، د وطن له هرګوټ نه راغلی عسکر او داسی نور ، د چين د ولسونو او د هيواد په بهر کی د چينايی اوسيدونکو په منځ کی خپری شوی او د هر چا په شونډو زمزمه کيږی .

په ٢٠٠٠ کال کی د چين د اديبانو اوأرټيسيټانو اتحاديی ورباندی د هغه أرټيسيټ وياړی لقب ورکړ چه په اخلاقی او هنری په دواړو برخو کی غوره والی لری . دغه راز سونګ ځو اينګ په ٢٠٠٢ کال کی د سيدنی د اوپرا په تياتر ، او په ٢٠٠٣ کال کی د ويانا د کنسرټ په طلايی سالون کی په خپلو ځانګړی هنری کنسرتونو کی پوره ستر بری وموند .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13