CRI Online
سندراغاړی

ګو لان اينګ

ګو لان اينګ د ښځو په جګ أواز ډيره مشهوره سندرغاړی ده . د ١٩٣٠کال د دسمبر په مياشت کی د شان سيی ولايت د پينګ ياو ولسوالی په يوه غريبه کورنی کی وزيږيدله . د ٦ کالو په وخت کی يی د محلی اوپرا په زده کړی پيل وکړ او د اوو کالو په مهال کی د لومړی ځل لپاره هنری صحنی ته پورته شوه .

په ١٩٤٩ کال کی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته ګو لان اينګ په وار سره د ډرامو د مرکزی پوهنځی په اړه د اوپرا او د نڅا تمثيل د تياتر ، د ازمايښتی اوپرا د مرکزی تياتر او د چين د اوپرا او د نڅا تمثيل د تياتر د عمده لوبغاړی په توګه استخدامه شوه ، دغه راز يی د چين د ادبی او هنری ټولنو د اتحاديی د ٤ می دوری د ملی کميټی د غړی ، او د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی د دوهمی او دريمی شورا د غړی دندی هم په غاړه واخيستلی . د چين د هنری استازی په توګه هغی د پخوانی شوروی اتحاد ، ، رومانيی ، پولند ، چک سلواکيا ، يوګوسلاويا ، ايتاليا ، او جاپان په

شمول شلو هيوادونو ته سفرونه وکړل او د چين او خارجی هيوادونو ترمنځ د کلتوری تبادلی لپاره يی خدمتونه سر ته ورسول .

ګو لان اينګ په ١٩٨٢ کال کی له هنری صحنی سره مخه ښی وکړه او د چين د موسيقی په پوهنځی کی د شاګردانو د روزلو په کار بوخته وه . په ١٩٨٦ کال کی يی د چين د ګوانګ دونګ په ولايت کی د ګولان اينګ هنری ښوونځی پرانستلی او د ښوونځی د رييسی دنده په غاړه لری . په ١٩٨٩کال کی هغی د چين د طلايی ګرامافون جايزه وګټله .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13