لو جی هونګ
لو جی هونګ د نارينه په جګ أواز سندرغاړی او د دولت په لومړنی درجه لوبغاړی دی . د وروستيو کلونو راهيسی د چين د سندرو ويلو په ساحه کی ډير فعال ښکاری او د دولتی شورا له فوق العاده معاش څخه برخمن دی .
لو جی هونګ په ١٩٨٢ کال کی د سی أن د موسيقی د پوهنځی د أوازلرونکی موسيقی له څانګی څخه فارغ شو . په ١٩٨٩ کال کی هغه د سندرو ويلو په اړه د سولويست په توګه د ګان سو ولايت د سندرو او نڅاؤ له ډلی څخه د سمندری قواؤ د سياسی اداری د سندرو او نڅاؤ د هيات لخوا وګمارل شو .
سندرغاړی لو جی هونګ څو څو ځله د أوازلرونکی موسيقی په باب ملی سياليو کی طلايی جايزی وګټلی . دغه راز يی د هيواد او وسله والو قواؤ د هنری ډلو په استازيتوب جرمنی ، روسيی ، فليپين ، تايلند ، امريکی او داسی نورو هيوادونو ته سفرونه وکړل .
|