CRI Online
سندراغاړی

وو بی سيا

وو بی سيا يوه داسی ښځينه سندرغاړی ده چه په لوړ أواز سندری وايی . هغه د هونان ولايت د څانګ ده ښار ده او د ١٢ کالو په وخت کی يی په هنری صحنه کی په ننداری پيل وکړ . د چين د موسيقی په پوهنځی کی د ليسانسی او ماستری د علمی درجو د ګټلو په موده کی وو بی سيا يوه زيارکښه زده کوونکی وه . هغی نه يوازی د ملی سندرو ، بلکی د بهرنيو هيوادونو د سندرو د ويلو اړوند مهارتونه ښه زده کړی دی .

په ١٩٩٣ کال کی د أوازلرونکی موسيقی په هغه سيالی کی چه د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی او د چين د کلتور د وزارت لخوا جوړه شوی ، وو بی سيا نقره يی جايزه ترلاسه کړه . وروسته يی په وار سره د أوازلرونکی موسيقی په اړه د ١٩٩٦ کال په ملی مسابقه ، د چين د أوازلرونکی موسيقی په لومړنی نړيواله سيالی او د هسپانيی د بيکباو په نړيواله مسابقه کی لومړنی لمبر ګټلی ، د پولند د مانيوسکو په بين المللی سيالی او د څايکوفسکی د موسيقی په بين المللی مسابقه کی يی دوهم لمبر واخيست . دغه راز يی د بلنو په اثر د نړۍ په زياتو مشهورو اوپراګانو کی د اصلی رول په توګه دندی ترسره کړی . د هسپانيی اخبارونو داسی وليکل چه په نندارو کی د وو بی سيا خوږ أواز له أسمان څخه د ننداره چيانو غوږونو ته رسيدلی غږ دی . د روسيی مطبوعاتی ذرايعو په ستاينی سره وويل چه هغه له ختيځی نړۍ نه راغلی فرښته ده .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13