CRI Online

هوجين تاو د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په بېجينګ پوهنتون کې وينا وکړه
خبرونه
  • د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له بېجينګ څخه وخوځيد
  • ون جيا باو د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.
  • وو بانګ ګوه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.
  • چين به په مداومه توګه له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د افغانستان بيا رغونې څخه ملاتړ او مرستې برابرکړي
  • چين له افغانستان سره ځينې تړونونه لاسليک کړل
  • نور>>
    د افغان خبري رسنيو غږونه
    • کرزی: د نيالګيو په کېنلو د چاپېريال د ککړتيا مخه ونيسئ
    • د چین صدراعظم ولسمشرکرزي ته په ټولو برخو کې د مرستو ژمنه ورکړه
    • چین او افغانستان اقتصادي او تجارتي موافقې لاسلیک کړې
    • افغانستان او چین به څو اقتصادي او تجارتي موافقې لاسلیک کړي
    • کرزی له چين سره د افغان ځواکونو د روزلو خبره څېړي
    نور>>

    د ٢٠٠٢ کال په جنورۍ د افغانستان د لنډمهالي حکومت مشر حامد کرزی چين ته سفر وکړ او د چين د وخت دولت رئيس جيانګ ځه مين او صدراعظم جو رونګ جي په جلا جلا توګه ور سره وکتل
    دواړو خواوو افغانستان ته د چين له خوا د دېرشو مليونو يوانو په ارزښت د مرستندويه مالونو او يو مليون امريکايي ډالرو د برابرولو په هکله د تبادلې سند لاسليک کړ. رئيس جيانګ ځه مين ژمنه وکړه چې د چين حکومت به په راتلونکو پنځو کالونو کې افغاسنتان ته د يو سل او پنځوسو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته ورکړي.په افغانستان کې د چين سفارت د فبرورۍ په شپږمه نېټه بيا پرانيستل شو

    د ٢٠٠٦کال په جون،ولسمشر حامد کرزی په شانګهای کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په غونډې کې له ګډون وروسته چين ته رسمی سفر وکړ
    چين او افغانستان د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ تړون لاسليک کړ او د همکارۍ د هراړخيزو اړيکو د ټينګېدو په هکله يی يوه ګډه اعلاميه خپره کړه

    د ٢٠٠٨کال په اګست ولسمشر حامد کرزی د بېچينګ د اولمپيک په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د چين له دولت ريئس هو جين تاو سره يې وکتل
    د همدې کال په اګست کې چين او افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب ، دوستۍ او همکارۍ د تړون تصويبنامه يو بل ته ورکړه چې له امله دغه تړون په رسمی توګه نافذ شو