چينی باب ٢
د لرغونی زمانی په چين کی د کلالی بالښتونه د دوبی په موسم کی زيات استعماليدل . په ځينو کورنيو کی د لور د واده کولو په وخت کی نوموړی بالښتونه د جهيزونو په جمله کی شامليدل يا په خاص ډول د ماشومانو لپاره هغه ډول بالښتونه جوړيدل چه ورباندی د (اوږد عمر) ليکنه حکاکی شوی ده .
دغه راز په ځينو کورونو کی پر نوموړو بالښتونو باندی د مصيبت د له منځه وړلو په شمول ليکنی هم حکاکی کيدلی . د ميلاد د اوومی پيړۍ راهيسی د کلالۍ پر بالښتونو باندی په جلا جلا توګه سپين او رنګين مينا وړونکی رسمونه حکاکی کيدل .
په پورتنی تصوير کی د پيشو تزينی رسم کښل شوی بالښت دی او د چين په شمال کی د خه بۍ او شان دونګ په ولايتونو کی ډير ليدل کيږی .
|