د کبانو ټوکرۍ
په عکس کي د بوتل په شکل د کبانو هغه ټوکرۍ ليدل کيږي چه د چين په جنوب کي ډيرې دي او د بانسو څخه جوړيږي . ددې ټوکرۍ په خوله باندي يوه کړی شته چه د کب نيونکي په ملا تړل کيږي . ددې ټوکرۍ د اوبدلو بهير اساسأ په درو مرحلو ويشل کيږي لومړي د ټوکرۍ تل ، دوهمه منځنه برخه او درېمه د ټوکرۍ پاسني برخه اودل کيږي ، خو د اودلو طريقې يي ډول ډول او ډيرې پيچلې دي او هغه ټوکرۍ چه د اودلو د بيلا بيلو طريقو له لارې جوړيږي ، په بيلابيلو ساحو کي استعماليږي او شکلونه يي هم بيل دي .
|