CRI Online
د کور فرينيچر

چينی باب ٤

د شين رنګ چينی باب د چين د (( يوان )) د سلسلی په دوره کی يعنی د ١٢٠٦ نه نيولی تر ١٣٦٨ ميلادی کاله پوری په اوږدو کی ډير زيات توليديدل او استعماليدل او د چين په هر ګوټ کی د شين رنګه چينی بابو د جوړولو بټۍ او داشونه جوړشوی ؤ .

پخوا په چين کی د کلالۍ او د شين رنګه چينی بابو د جوړولو داشونه په جلا جلا توګه په رسمی مقاماتو او شخصی تصديو پوری اړه درلوده . د نوموړو کاسو د جوړولو په اړه شخصی داشونه د چين په هر ګوټ کی ليدل کيدل او توليدی اندازه يی د رسمی مقاماتو په پرتله زياته وه او خپل ځانګړيتوب او خصوصيتونه يی هم درلودل ، دغه شان يی کيفيت يو شان هم نه ؤ چه په دی جمله کی ښی کاسی او نور غوره چينی باب د مامورينو او هغه لوښی چه کيفيت يی دومره ښه نه ؤ، د عامه اوسيدونکو لخوا استعماليدلی .

هغه تزينی رسمونه چه پر شين رنګه کاسو باندی حکاکی شوی ، ډير ؤ . له داستانی شخصيتونو ، د غرونو او اوبو له منظرو ، مرغانو او حيواناتو ، بيلا بيلو ګلانو ، ميوو او سبو ، شعرونو او ليکنو او داسی نورو څخه عبارت ؤ .

. په پورتنی تصوير کی د شين رنګه د کاسې شکل ساده او طبيعی دی او د کاسې په دننه او بهر کی تزينی رسمونه کښل شوی دی . له دی امله چه د دغه ډول کاسی لاندنی برخه پنډه ده ، نو هغه د ټينګ دريدلو او د ګرم کيدو د مخنيوۍ غوره والی لری .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18  19  20