CRI Online
د کور فرينيچر

چينی باب ٩

د ((کوی )) ښامار د رسم کښل شوی چينی لوښی د لرغونی چين د شانګ د سلسلی په دوره کی يعنی د ميلاد د مخه له ١٦٠٠ نه نيولی تر ١٠٤٦ کالو په اوږدو کی د ميسی لوښو په ډله کی ډير ليدل کيدل او پر ځينو چينی لوښو باندی د (( کوی )) ښامار له دوو رسمونو څخه د (( تاو تې )) يو رسم په جوړيدو سره رسمونه کښل شوی دی . د روايت له مخی (( تاو تې )) يوډول دزياتو خواړو خوړونکی وحشی ځناور ؤ او د لرغونی چين پر زياتو برنزی لوښو باندی د نوموړی ځناور د سر رسمونه کښل شوی چه ورته د (( تاو تې )) رسم ويل کيږی . د چين د يوان ، مينګ او چينګ په سلسلو کی يعنی د ميلاد له ١٣ می پيړۍ نه نيول تر ١٩ می پيړۍ په اوږدو کی ډير زيات هغه چينی غابونه موجود ؤ کوم چه شکلونه يی په لاندنی تصوير کی د (( کوی )) ښامار له غاب سره مشابه دی .

په پورتنی تصوير کی د ((کوی ښامار )) د غاب اصلی رنګ سپين او د رسمونو رنګ يی شين دی . د نوموړی غاب په مرکز کی د(( کوی )) يو ښامار او په شاوخوا کی يی دوه ښاماران کښل شوی دی


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18  19  20