چينی باب ٨
د چين په تاريخ کی د هغو چينی لوښو په جمله کی چه د حکومتی او شخصی داشونو لخوا ډيزاين او پاخه شوی ؤ ، يو شمير غوره او هنری ارزښت لرونکی چينی باب شامل دي . په لاندنی تصوير کی د شرابو کوزه د چين په شمال کی د خه بۍ ولايت د څجو په سيمه کی پيدا شوی ده .
دغه ډول کوزې د چين د سونګ ، يوان ، مينګ او چينګ په سلسلو کی يعنی د ميلاد له لسمی پيړۍ نه نيولی تر نولسمی پيړۍ پوری په اوږدو کی ډيرې زياتې جوړی شوی او تر اوسه پوری هم ترې استفاده کيږی او د خلکو ډيری خوښيږی .
|