CRI Online
د کور فرينيچر

د شان سي ولايت د لين شه ولسوالي د کانفوسيوس معبد په وړاندي ډبرين ديوال

د چين په ولسي استوګنځيو کي د اوسيدونکو د رازونو د ساتلو دپاره عمومأ د دروازې په بهر يا د دروازې او کوټې په منځ کي د پيڅول په شان تزييني ديوال ولاړ دی . د شان سي ولايت د بډايو سوداګرانو په استوګنځيو کي داسي تزييني ديوالونه ډير ليدل کيږي .

   په عکس کي د شان سي ولايت د لين شه ولسوالي د جين شن کلي د کانفوسيوس د معبد په وړاندي ډبرين ديوال تر سترګو کيږي او ښکلي تصوير پکي حکاکي شويدي . دغه ديوال اوه متره جګوالي ، لس متره اوږدوالی لري او په حکاکي شوي تصوير کي دوه ښاماران او تنکي کبان ليدل کيږي چه يو ښامار يي د الوتنې په حال کي دی او بل ښامار يي د يوې جګې دروازې خوا ته منډي وهي او تنکي کبان کوشش کوي چه له دروازې نه واوړي . په چين کي داسي افسانه شته چه دغه ډول کبان چه په پاکو اوبو او بهاندو ويالو کي موندل کيږي ، په ښامار بدليږي . په لرغوني زمانه کي د کانفوسيوس معبد يوه مدرسه وه او ماشومانو کوشش کاوه څو چه د زده کړې له لاري حکومتي دنده په غاړه واخلي . نو دغه ډول ديوال د خلکو د احترام وړ دی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18  19  20