CRI Online
د کور فرينيچر

د چين د لاس او مخ د مينځلو ګړونج

د چين د کوټې اسباب ډول ډول دي ، خو د لاس او مخ د مينځلو ګړونج ناوخته رامنځته شوې او عمومأ درې يا پنځه پايې لري چه نه يوازي د مينځلو کاسه ده ، بلکې د پايې په سر باندي دسمال ځوړند او صابون دانيې هم شته

  په عکس کي د ګړونج د شا په برخه کي داسي حکاکی شوي نقش ليدل کيږي چه يو هلک په چي لين سپور دی ، د يادونې وړ خبره دا ده چه چي لين داسي افسانوي ژوی د ی چه د هوسۍ په شان شاخونه لري او د مهربانه صفت خاوند دی . چي لين په چين کي د ښې راتلونکې نښه ده . د چين په افسانه کي که څوک ښه اخلاق ولري او د نورو دپاره ښه خدمت وکړي ، نو دده زامن به ښه راتلونکي ولري ، نو د خلکو په منځ کي هغه هلک چه استعداد لري ، د چي لين هلک په نامه نومول کيږي . دغه نقش چه يو هلک په چي لين باندي سپور دی ، معني يي دا ده چه ژر ماشوم پيدا کيږي . دغه حکاکي شوي نقش ډير ښکلي او د چين د حکاکي په هنر کي يو ښه اثر دی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18  19  20