CRI Online
د کور فرينيچر

د وانګ د کورنۍ د استوګنځي برخه ايزې ودانۍ

د چين د مين او چينګ په دورو کي چه د ديارلس سوه اته شپيتم کال نه تر نولس سوه يوولس کال پوري وې ، د چين په شمال لويديځ ولايت د شان سي په ولايت کي شتمنو سوداګرانو په خپلو اجدادي ځايونو کي ښکلي کورونه جوړ کړل چه ځيني لوي کورونه لا تر اوسه پوري ښه ساتل شويدي .

د شان سي ولايت په مرکزي سيمه کي د لين شه په ولسوالي کي د يوې لويي کلا غوندي د وانګ د لويې کورنۍ استوګنځی شته چه له خښتو څخه جوړ شوي او عمومي مساحت يي له لسو زرو مربع مترو څخه زيات دی او په يوه غونډۍ باندي جوړ شويدي . دغه لوي استوګنځي زياتې کوټې لري او شاوخوا يي په جګو ديوالونو احاطه شوي او دروازه يي ډيره کلکله او محکمه ده ، د کلا په شان لوي کور کي زيات لوي يا کوچني انګړونه هم شته چه اوسيدونکي يي هم بيل وو . په ودانيو باندي تزيين شوي نقشونه ډير ښکلي دي . په لوي انګړ کي وړوکي انګړونه هم شته او انګړونه د دهليزونو په واسطه تړل شويدي .

په عکس کي د وانګ په استوګنځي کي يو برج ، دهليز ، د انګړ ګردي دروازه او ديوال ليدل کيږي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18  19  20