CRI Online
د کور فرينيچر

د پيشو په شکل اجرکاشی

په لرغوني چين کي د ودانۍ په بام باندي تزيين ته ډير پام ورکول کيده . د هان سلسلې نه وروسته چه دوه زره دوه سوه کاله دمخه جوړه شويده ، د کور د بام په منځ کي د پورته شوي ځاي د دواړو خواوو په سرونو کي د نهنګ په شکل اجراکاشي ايښودل شوي دي ، علت يي دا دی چه نهنګ له پوزې څخه اوبه پورته کولي شي معني يي د اور وژل دي ، ورپسې په ډول ډول سلسلوکي په بام کي د کب يا ښامار په شکل اجرکاشي ښکلي شويدي چه معني يي هم د اور وژل دي . پرته د کب او ښامار نه د نورو ژويو په شکل اجرکاشي هم ايښودل شويدي چه د نيکمرغۍ نښه ده .

په عکس کي د پيشو په شکل اجرکاشي د جنوبي چين د يون نان په ولايت کي موندل شويده . پيشو په داسي حال کي ليدل کيږي چه خوله يي خلاصه ، سترګې يي برجسته او په پښو يي هغه لرغوني نقشه نيول شويده چه اته علامې ورباندي حکاکي شويدي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18  19  20