د شان سي د چياو د کورنۍ د استوګنځي په هکله لنډ معلومات
د چين شان سي ولايت د چين د لرغوني فرهنګ او کلتور د سرچينو څخه شميرل کيږي ، د ولسي استوګنځيو کلتور د شان سي ولايت د چي ، لينګ شه او فن يانګ په ولسواليو کي د کلا په شان استوګنځي ډير مشهور دي .
د چياو د کورنۍ لوي استوګنځی د شان سي ولايت په مرکزي سيمه د چي په ولسوالي کي پروت دی او دوه سوه پنځوس کاله دمخه جوړ او وروسته څو ځله ترميم شو . د کلا په شان دغه لوي استوګنځی د شپږو لويو انګړونو په شمول نولس کوچني انګړونه او درې سوه کوټې لري او شاوخوا تړل شوي ديوال يي د لسو مترو جګوالي لري او له خښتو څخه جوړ شويدي . د دي استوګنځي په لويو يا کوچنيو دروازو ، کړکيو ، ډبرينو طبقو او نورو ودانيو باندي ښکلي تصويرونه حکاکي شويدي .
په عکس کي يوه دروازه ليدل کيږي چه د لوي انګړ په دننه کي پرته ده او د دروازې په پورتني برخه کي په لرکيو او خښتو باندي حکاکي شوي ښکلي نقشونه تر سترګو کيږي چه له دي څخه د شان سي ولايت د سوداګرانو هغه خيال څرګنديږي چه نه يوازي زياتې پيسې لري ، بلکي د پوهې خاوندان هم دي .
|