د چين په عنعنوي اسبابو کي المارۍ
صندوق او المارۍ د چين د عنعنوي اسبابو څخه د کاليو د ايښودلو وسايل دي چه شکل يي عمومأ مستطيل دی او جعبې لري يا د تختې په واسطه په څو برخو ويشل کيږي . ځيني المارۍ ډيرې جګې ، خو ځيني يي ډيرې ټيټې دي لکه د ټيټ ميز يا چوکۍ سره برابرې دي . په جګۍ المارۍ باندي صندوقونه تر بام پوري ايښودل کيږي . لنډه دا چه المارۍ ډول ډول دي او رول يي هم بيلا بيل دي .
په عکس کي داسي ښکلي المارۍ ليدل کيږي چه راز راز نقشونه ورباندي حکاکي شوي ، د اوسني يخچال په شان شراب ، چاي او نور خوراکونه پکي ايښودل کيږي ، نه د کاليو د ايښودلو دپاره . دغه ډول المارۍ د مين په سلسله کي يعني له څوارلسمې پيړۍ نه تر اوولسمي پيړۍ پوري يوازي د چين د بډايانو په کورونو کي ليدل کيدې او د عامو خلکو په کورونو کي کم ليدل کيدې
|