CRI Online
د کور فرينيچر

د کيکونو د جوړولو قالب

د څوارلسمې پيړۍ نه راپدي خوا په چين کي د اوړو څخه جوړ شويو خوراکونو ډير رواج موندلي دی په تيره بيا هغه کيک چه په قالب جوړيږي ، د مني د منځ په جشن ، د پسرلي په عنعنوي جشن ، د چين د دهقاني جنتري د پنځمې مياشتې په پنځمه نيټه د دوان وو په نامه د جشن ، د واده او د زړو کسانو د زيږيدنې په مراسمو او يا نورو جشنونو کي خوړل کيږي ، نو د خلکو لخوا د هر کلي وړ دي .

په عکس کي دوه قالبونه ليدل کيږي چه ورباندي د نيکمرغۍ او د عمر د اوږدوالي په باب چينايي خطونه او پورتني شکل يي د شفتالو او لاندني شکل يي د شفتالو د پاڼې غوندي دي. دا ډول قالبونه د ختيځ چين د شان دونګ ولايت د جياو دونګ په سيمه کي ډير ليدل کيږي په تيره بيا د ين تاي په ناحيه کي په هر کور کي داسي قالبونه شته دي ځکه چه ددې ناحيې خلک د جشن په ورځو کي خصوصأ د دهقاني جنتري د اوومې مياشتې په اوومه نيټه چه په چين کي د مينې جشن دی ، له اوړو څخه د چياو ګو په نامه يو ډول خواړه جوړيږي چه دغه خواړه په غوړيو کي پخيږي . د خلکو په خولو نجونی دغه ډول خواړه خوري ، چابکې به شي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18  19  20