د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي غونډه کې د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي مشرتابه ارګان وټاکل شو او شي جين پینګ يوځل بيا د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. د دې کمېټې د نوې دورې سیاسي بيورو دايمي غړو په همدې ورځ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره وکتل.