CRI Online
د متلونو کيسې

د کوچنتوب په زمانه کښی د هوښيارۍ په باب کيسه

کانفيوسيوس د ميلاد نه دمخه په ٦ مه پيړۍ کښی د چين په تاريخ کښی يو مشهور متفکر او تعليم پوه شخصيت ؤ ٠ او کانفيوسيالستی دکتورين چه دده له خوا رامنځ ته شوی ؤ ، د چين په کلتوری ساحه کښی تر ټولو نه ډيره مهمه برخه تشکيله شوی ده او د چين په اوږدو تاريخی دورو کښی فيوډالی واکمنانو به کانفيوسيالستی مفکوره خپله رسمی مفکوره بلله ٠نو ځکه د کانفيوسيوس کورنی تل د مشهوری او تشريفاتی کورنی په حيث افتخار درلود او د کانفيوسيوس له اخلافو څخه هم يو شمير نامتو شخصيتونه رامنځ ته شوی دی ٠ دده د ٢٠م نسل لمسی ( کونګ ژونګ ) له دغو لويو شخصيتونو څخه ؤ ٠ او د ( کونګ ژونګ ) په باب کيسی تل د خلکو په منځ کښی خوله په خوله ګرځی :

( کونګ ژونګ ) په ميلادی ٢ مه پيړۍ کښی د چين د ( هان ) په امپراطوری تاريخ کښی يو پوه او با عقله سړی ؤ ٠ د کورنی په اغيزو هغه د کوچنتوب په وخت کښی يو ډير هوښيار هلک ؤ ٠ ( کونګ ژونګ ) چه ١٠ کالو ته ورسيد ، د خپل پلار سره يو ځای مرکز ( لويانګ ) ښار ته لاړ ٠ څو چه د ( لو يانګ ) د ښاروال ( لی يوان لی ) سره د پيژندګلوی کتنه وکړی ٠ ( لی يوان لی ) يو ډير مغرور او پوه سړی ؤ ٠ هغه ونه غوښتل چه له هر چا سره کتنه وکړی ٠ خو ( کونګ ژونګ ) ډير وغوښتل چه له دغه لوی پوه کاکا سره وګوری ٠ يوه ورځ ( کونګ ژونګ ) د ( لی يوان لی ) د کور مخ ته ورغی او د دروازی ساتولو د خدمتګار څخه يی د ننوتلو غوښتنه وکړه ٠ عسکر وليدل چه هغه يوازی يو هلک ؤ ، نو دده غوښتنه يی رده کړه ٠ ( کونګ ژونګ ) بيا ور ته وويل چه زه د ( لی يوان لی ) خپل يم ٠ مهربانی وکړی چه ( لی يوان لی ) ته زما نوم ووايی ٠ هغه به حتماُ ما ومنی ٠

دغه نوکر ( لی يوان لی ) ته د ( کونګ ژونګ ) نوم او غوښتنه وويله ٠( لي يوان لی )د نوکر د خبرو څخه حيران شو ٠ ځکه چه د نوموړی هلک نوم يی هيڅ نه پيژانده ٠ خو سره له دی هغه بيا هم په کنجاوی سره ( کونګ ژونګ ) ځانته ومانه او د ( کونګ ژونګ ) څخه يی پوښتنه وکړه چه ته له ما سره څرنګه سکه اړيکه لری ؟

( کونګ ژونګ ) ځواب ورکړ چه زه د کانفيوسيوس لمسی يم او تاسی د تاويست دکتورين د موسس ( لی دان ) خلف يی ٠ ټولو ته معلومه ده چه کانفيوسيوس په احترام سره له ( لی دان ) څخه د تشريفاتو په باب معلومات واخستل ٠ او ددوی تر منځ د استاز او شاګرد اړيکه قايمه شوی وه ٠ نو ځکه زمونږ تر منځ هم داسی اړيکه موجوده ده ٠

په اصل کښی د چين په تاريخ کښی د کانفيوسيوس نه علاوه د ( لی دان ) په نامه يو بل مشهور فيلسوف او د تاويستی دکتورين موسس ؤ ٠ د خلکو په قول به کانفيوسيوس خپل ځان د ( لی دان ) شاګرد باله او ( لی دان ) يی خپل استاز ګاڼه ٠

په هغه وخت کښی د ښاروال ( لی يوان لی ) په کور کښی زيات شمير ميلمانه راټول شوی ؤ ٠ دوی د ١٠ کلن ( کونګ ژونګ ) د هوښيارۍ څخه ډير حيران شول ٠ يو ميلمه چه ( چنګ وی ) نوميده هم يو پوه سړی ؤ ٠ هغه د ( کونګ ژونګ ) د کيسی د اوريدو نه وروسته داسی وويل چه دا طبيعی نه ده چه هوښيار هلک به حتماُ د لويدو نه وروسته په يوه پوه او بااستعداده سړی وګرځی ٠ هوښيار هلک ( کونګ ژونګ ) سمدستی ځواب ورکړ چه زه فکر کوم چه ښاغلی ( چنګ ) د کوچنتوب په وخت کښی حتماُ هوښيار ؤ ٠ معنی يی دا وه چه ښاغلی ( چنګ ) يو ناپوه سړی دی ٠ ښاغلی ( چنګ ) د ( کونګ ژونګ ) خبرو ته هيڅ ځواب ورکړی نه شو ٠

ددی کيسی نه علاوه د ( کونګ ژونګ ) له خوا نورو ته د ناکونو د ويشلو په باب کيسه هم د چين په ټولنه کښی زياته مشهوره ده ٠ په دی کيسه کښی ويل شوی دی چه کله به ( کونګ ژونګ ) د خپلوکورنی غړوسره يو ځای ناکونه خوړل ٠ نو ( کونګ ژونګ ) به په با ادبه توګه لوی ناکونه لويانو ته ورکول او وړوکی ناک به يی ځان ته ساته ٠

( کونګ ژونګ ) چه لوی شو په يوه بااستعداده سړی بدل شو او د يوی سيمی د اداره کولو وظيفه يی په غاړه واخسته ٠ په هغه وخت کښی چين د جلا جلا برخو په ويش پيل وکړ او د چين تاريخ د ٣ ملکونو دوری ته د داخليدو په حال ؤ ٠ ( کونګ ژونګ ) اصلاُ يو عنعنوی پوه ؤ او په خپلو خبرو او مقالو کښی به يی د اوضاعو په مقابل کښی زياته انديښنه ښودله ٠ خو له بدمرغه هغه په پای کښی د يوه بل مشهور سړی ( چاو چاو) له خوا ووژل شو ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18