CRI Online
د متلونو کيسې

لومړی غرور او وروسته احترام

لومړی تکبر او وروسته احترام ورکول دغه اصطلاح له يوی تاريخی کيسی څخه جوړ شوی دی ٠ کسه يی داسی ده ٠

د ميلاد نه دمخه په ٥ مه پيړۍ کښ چين د تاريخ يوی جنګی دوری ته داخل شو ٠ په دی دوره کښی زيات ملکونه ليدل کيدل او په دی جمله کښی ( چين ) ، ( ايان ) ، ( جاو ) ، ( چی ) ، ( چو ) ، ( هان ) او ( وی ) ٧ ملکونه تر نورو نه غښتلی ؤ ٠ او خلکو ور ته ٧ قهرمان ملکونه ويل ٠ د ( چين ) ملک چه د اوسنی ( شان سی ) په ولايت کښی پروت ؤ ، په سياسی او اقتصادی چاروکښی يو لړ اصلاحات ترسره کړل ٠ او له دی امله يی دولتی قوت تر نورو نه ډير قوی ؤ ٠ دغه ملک په پرله پسی توګه پر نورو ٦ ملکونو باندی بريدونه وکړل نو په دی وجه د ٦ ملکونو په منځ کښی ٢ ډلی پيدا شوی ٠ يوه ډله يی د ( چين ) پرسته ډله وه ٠ دوی غوښتل چه بايد د ( چين ) له ملک سره روغی جوړی وکړی او بايد تر ممکنه حده پوری کوشش وکړی ، د ( چين ) ملک ددوی څخه په قهر نه شی ترڅو د ( چين ) ملک د جګړی د رامنځ ته کولو بهانه ترلاسه نه کړی ٠ خو د چين په ضد ډلی دغه نظريه درلوده چه ٦ ملکونه بايد يوه اتحاديه جوړه کړی ترڅو له چين سره ښه مقابله وکړی ٠

په هغه زمانه کښی زيات مشاورين رامنځ ته شول ٠ دوی به په بيلا بيلو ملکونو کښی د خپلو نظريو او پيشنهادونو د څرګندولو دپاره هلی ځلی کولی ٠ دوی داسی فکر کاوه چه که ددوی نظريی او پيشنهادونه د پاچا له خوا ومنل شی ، دوی به په يوه ورځ شهرت ترلاسه کړی او زياتی جايزی به ترلاسه کړی ٠( سو چينګ ) همداسی مشاور ؤ ٠

( سو چينګ ) لومړی د ( چين ) ملک ته لاړ او پاچا ته يی خپله نظريه څرګنده کړه چه لومړی دی له نورو ٦ ملکونوسره يو اتحاد جوړکړی او وروسته به ګام په ګام د دغو ٦ ملکونو څخه يو يو الحاق کړی ٠ خو د ( چين ) پاچا دده نظريه رده کړه ٠ د ( چين ) پاچا په ظاهره کښی وويل چه د ( چين ) ملک پر نورو ملکونو باندی د تيری کولو کوم حرص نه لری ، نو ضرورت نه شته چه له نورو سره اتحاد جوړ کړی ٠ خو په حقيقت کښی به د ( چين ) ملک د هيواد د وحدت دپاره په پټ ډول تياری نيوله ٠ ( سوچينګ ) چه د ( چين ) په ملک کښی يی د سفر مصارف خلاص شوی ؤ او کالی يی هم زړی شوی وی ، نو مجبوراُ په غمجن زړه بيرته خپل کور ته لاړ ٠

کورنی غړو يی وليدل چه ( سو چينګ ) په بی نتيجی او شرمناکه توګه بيرته راغلی ، نو ور سره يی هيڅ خبری ونه کړی٠ ماندينی يی هم ورته په ښه سترګه ونه کتل ٠ لنډا دا چه د کورنی ټولو غړو ور سره سړه رويه غوره کړه او ( سو چينګ) په کور کښی د يوازيتوب سخت احساس کاوه ٠ نو هغه ټينګه اراده وکړه چه هرومرو به د خپل مرام د ترسره کولودپاره کوشش وکړی او کاميابی به ترلاسه کړی٠ هغه شپه ورځ د عسکری هنر په باب زيات کتابونه ولوستل او ور باندی يی زياتی څيړنی وکړی ٠ هغه د ځان دپاره يو تيزه رينه په خپل اړخ کښی کيښوده او کله به چه خوب يی راته ، په زور سره به يی رينه پرپښی باندی وهله تر څو خوب يی د سخت درد له امله لاړشی ٠

( سو چينګ ) وار په واره د ٦ ملکونو د حالاتو په باب زياتی څيړنی وکړی ٠ او دا نتيجه يی ترلاسه کړه چه دغه ٦ ملکونه به حتماُ د اتحاد د جوړلو په باب دده نظريه ومنی ٠ هغه لومړی د ( اين ) ملک ته لاړ ، په پای کښی دده کوششونه کامياب شول ٠ او د( چو ) د ملک په مشرۍ د ( ايان ) ، ( جاو ) ، ( چی ) ، ( چو ) ، ( هان ) او( وي ) په شمول د ٦ ملکونو يو اتحاد جوړ شو ، ترڅو د ( چين ) د مخ په غښتلی قوت سره مقابله وکړی ٠ او ( سو چين ) د ٦ ملکونو د اتحاد لوی درستيز په حيث وټاکل شو ٠ د( چين ) ملک ددی خبر د اوريدو نه وروسته ور ته زياته توجه وکړه ٠ نو دا نيت يی پريښود چه د دغو ٦ ملکو پر کوم يو ملک باندی حمله وکړی ٠ او حالات د ١٥ کالو دپاره وساتل شول ٠ خو په اخر کښی د ( چين ) ملک دغه برابری ماته کړه او د ټول هيواد وحدت يی ترلاسه کړ ٠

( سوچين ) د ٦ ملکونو د لوی درستيزپه حيث د نورو درناوی ترلاسه کړل ٠ يوه ورځ هغه د خپل اجدادی کور څخه تيريده ، محلی مامورينو وختی لاری پاکی کړی او خلکو يی د لاری په دواړو غاړو کښی دده هرکلی وکړ ٠ د( سو چين ) پلار اومور هم په لاره کښی دده د راتګ دپاره په انتظار کښی ولاړ ؤ ٠ کله چه ( سو چين )کور ته ورسيد ٠ ماندينی يی د ويری او شرم له امله حتی خپل سر ټيټ کړ او ور ته يی د کتلوجراُت هم نه درلود ٠( سو چين ) په سختو احساساتو سره وويل چه که څوک غريب وی ، پلار مور به يی هم ورسره خبری نه کوی او که شتمن شی ، خپلوان به يی ور څخه ويريږی ٠ او په تلوار سره ور ته د خپلو درناويو او احتراماتو مراتب څرګندوی ٠ نو دا يو طبيعی حالت دی چه خلک واکونو او شتمنيو ته په درنه سترګه ګوری ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18