CRI Online
د متلونو کيسې

( ماو شوی ) مشر ته خپل ځان معرفی کوی

په يوه اصطلاح کښی ويل شوی دی چه سره زر طبعاُ ځليږی ٠ او په چين کښی يوه اصطلاح ده چه وايی ، ( ماو شوی ) مشر ته خپل ځان معرفی کوی ٠

کيسه يی داسی ده : د چين په لرغونی جنګی دوره کښی د ( جاو ) د ملک پايتخت ( خان دان ) د غښلی ( چين ) د ملک د پوځيانو له خوا سخت کلابند شوی ؤ ٠ او حالات يی ډير خطرناک ؤ ٠ له دغو خطرناکو حالاتو څخه د ( خان دان ) د ژغورلو دپاره د ( جاو ) پاچا دا نيت درلود چه د ( چو ) له لوی ملک سره اتحاد جوړ کړی ترڅو په ګډه سره د ( چين ) د ملک سره مقابله وکړی ٠ نو هغه شهزاده ( پينګ يوان جوين ) د خپل استازی په توګه د ( چو ) ملک ته واستاوه ٠

شهزاده ( پينګ يوان جوين ) وغوښتل چه د خپل کور له څو زروتنو دايمی ميلمنو څخه د شلو تنو زړه ورو او هوښيارو مشاورينو په ملګرتيا يو ځای د ( چو ) ملک ته لاړشی ٠ خو هغه يوازی د ١٩ تنو څخه رضا مندی کړی وه ٠ په دی وخت کښی يو ميلمه چه ( ماو شوی ) نوميده ، د ( پينګ يوان جوين ) مخ ته ورغی او هيله يی ور ته څرګنده کړه چه ور سره يو ځای د ( چو ) ملک ته لاړشی ٠

شهزاده ( پينګ يوان جوين ) د ( ماو شوی ) پر لياقت او عقل باندی پوره عقيده نه درلوده ٠ خو ( ماو شوی ) په باوری توګه ور ته وويل چه که تاسی لاپخوا ما ته توجه کړی وای ، نو زما خاص استعداد او هوښياری به لا پخوا تاسو ته څرګنده وای ٠

د خبرو په بهير کښی شهزاده ( پينګ يوان جوين ) پوه شو چه ( ماو شوی ) يو تکړه سړی دی او پوخ لياقت او د خپل وطن سره ډيره مينه لری ، نو دده غوښتنه يی ومنله ٠ په دی توګه ( پينګ يوان جوين ) د خپلو ٢٠ تنو مشاورينو په ملګرتيا سره د( چو ) ملک ته ورسيد ٠ ( پينګ يوان جوين ) د ( چو ) د ملک له پاچا سره په خبرو اترو کښی د دواړو ملکونو تر منځ د يوه اتحاد د جوړولو په هکله ضرورت او ارزښت بيان کړ او د ( چو ) د پاچا څخه يی غوښتنه وکړه چه ژر ژر دی د عسکرو په ليږلوسره د ( جاو ) د ملک مرکز ( خان دان ) ته نجات ورکړی ٠ خو د ( چو ) پاچا هيڅ ځواب ورنه کړ ٠ ددوی تر منځ خبرو اترو له سهار نه تر غرمی پوری دوام درلود ، خو کومه نتيجه ترلاسه نه شوه ٠ د ( پينګ يوان جوين ) ٢٠ تنو ملګرو په بهر ميدان کښی نور صبر و نه شو زغملی او زړونه يی ډير تنګ شول او هاخوا دی خوا ګرځيدل٠ څرنګه چه ( ماو شوی ) پخپله د راتګ غوښتنه کړی وه ، نو نورو ١٩ تنو ملګرو ور ته په سپکه سترګه کتل ٠ دوی وليدل چه ( ماو شوی ) هم ددوی په منځ کښی ولاړ دی ، نو هغه ته يی بلنه ورکړه چه تاسی کوټی ته لاړشی او و به ګوری د خبرو اترو نتيجه څرنګه ده ٠ نو ( ماو شوی ) خپله توره په ملا کلکه وتړله او د ( چو ) پاچا مخ ته لاړ ٠ او پاچا ته يی وويل چه د ( چو ) او( جاو ) تر منځ د اتحاد د جوړولو په باب ضرورت او ارزښت څرګند دی او هر څوک ور باندی ښه پوهيږی ٠ خو له سهار نه تر اوسه پوری تاسی په دی باب کومه نتيجه ترلاسه نه ده کړی ، علت يی څه دی ؟

د ( چو ) پاچا وليدل چه ( ماو شوی ) بی له اجازی نه پخپله ماڼی ته داخل شوی دی ، نو ډير په قهر شو او ور ته يی وويل چه اوس زه ستا له خاوند سره خبری کوم ٠ ستا يی څه ! ولی زمونږ په خبرو کښی لاس وهی ٠ ( ماو شوی ) د ( چو ) د پاچا له تکبر څخه په غصی شو ٠ هغه له خپلی ملا څخه تيزه توره راپورته کړه ، د پاچا مخی ته يی ځان نژدی کړ او په لوړ اواز يی ورته وويل چه عزتمن پاچا ! تاسی ځکه په غرور سره ما بې عزته کوی ، علت يی دا دی چه د( چو ) ملک يو غښتلی ملک دی او اوس ستاسو په ماڼۍ کښی زيات درباری عسکر ولاړ دی ٠ خو زه تاسو ته وايم چه اوس د ١٠ قدمونو په ساحه کښی ستاسو عسکر برابر شوی نه دی ، نو ستاسی ژوند او مرګ زما له خوا فيصله کيږی ٠ که څه هم ستاسی هيواد لوی دی ٠

د ( چو) پاچا د وارخطايی له امله خولی يی له مخی تويئدی او غلی ناست ؤ ٠ ( ماو شوی ) بيا وويل چه د ( چو ) ملک يو لوی ملک دی ٠ نو بايد لوی مرام ولری چه پر ټولو باندی باداری مقام ټينګ کړی ٠ خو اوس زه پوه شوم چه تاسی د ( چين ) له ملک څخه ډير ويريږی ٠ د ( چين ) ملک څو واره د( چو ) پر ملک باندی تيری کړی او د ( چو) زياتی خاوری يی اشغالی کړی دی ٠ دا ستاسو دپاره دومره لوی شرم دی ! او مونږ هم تاسو شرموو ٠ اوس مونږ ستاسو سره د اتحاد د جوړلو دپاره راغلی يو ٠ په ظاهره کښی دا د ( خان دان ) د ژغورلو دپاره دی ٠ خو په عين وخت کښی هم د ( چين ) د ملک څخه د ( چو ) د ملک د انتقام اخستلو سره ګټور دی ٠ دا زما له اټکل نه بهر دی چه تاسی د ( چين ) له ملک څخه دومره زيات ويريږی ٠ ته يو څرنګه پاچا يی ؟

د ( ماو شوی ) د خبرو د اوريدو نه وروسته د( چو ) پاچا هيڅ خبری و نه کړی ٠ نو د دواړو ملکونو تر منځ داتحاد د جوړولو په باب د ( جاو ) د ملک پيشنهاد يی ومانه ٠

د ( چو ) او ( جاو ) د ملکونو تر منځ د اتحاد د جوړولو په هکله د مواقفه نامی د لاسليک نه وروسته شهزاده ( پينګ يوان جيون ) بيرته ( خان دان ) ته ستون شو او د( جاو ) د ملک پاچا ته يی وويل چه په دی سفر کسی ښاغلی ( ماو شوی ) زيات ښه خدمتونه کړی دی او دده خوله د مليونونو تنو عسکرو څخه هم غښتلی ده ٠

٣ ورځو نه وروسته د ( ماو شوی ) نوم د ( خان دان ) په ښار کښی د ټولو زړو وړو له خوا وپيژندل شو ٠ او له دی کيسی څخه يوه اصطلاح هم جوړه شوی ده او ور څخه د هغه سړی ستاينه کيږی چه لکه ( ماوشوی ) په جراُت سره نورو ته د ځان په سپارلوسره درنه وظيفه په غاړه اخلی


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18