CRI Online
د متلونو کيسې

د دايمی ارامتيا دپاره د وريجو د غوښتلو په هکله د ( دونګ فانګ سو) په باب کيسه

( دونګ فانګ سو ) په چين کښی يو ډير مشهور سړی ؤ او دده د عقل او هوښيارۍ په باب کيسی د خلکو په منځ کښی زياتی ويل شوی دی ٠

( دونګ فانګ سو ) د ميلاد نه دمخه په ٣ مه پيړۍ کښی د چين د هان په سلسله کښی يو اديب ؤ ٠ دده مقالی دلچسپی او خوندوری وی ٠ هغه په لومړی وخت کښی په مرکز ( چانګ ان ) ښار کښی يو ټيټ رتبه مامور ؤ ٠ په هغه وخت کښی د امپراطوری کورنی اسونه ټول د لويشتينکو کسانو له خوا روزل کيدل ٠ که څه هم د دغو کسانو د ماموريت درجه ډيره ټيټه وه ، خو ورسره زيات فرصتونه پيدا کيدل چه امپراطور يی له نژدی نه وګوری او داسی نور ٠ ( دونګ فانګ سو ) به هم غوښتل چه د امپراطور پام ځان ته واړوی ٠ نو يوه دسيسه يی جوړه کړه ٠ يوه ورځ ( دونګ فانګ سو ) يو لويشتينک سړی ته وويل چه امپراطور په دی ورځو کښی ويلی دی چه د لويشتينکو کسانو قوتونه هم په بزګرۍ کښی او هم په جګړو کښی د نورو نه کمزوری دی او د مامورينو په حيث ددوی موفقيتونه هم له نورو نه لږ دی او دولتی مالونه ور باندی خوشی مصرف شوی دی ٠ نو امپراطور په دی فکر کښی دی چه د هيواد ټول لويشتينک کسان ووژنی ٠

دغو لويشتينکو کسانو د ( دونګ فانګ سو ) د خبرو د اوريدو نه وروسته ټول سخت وژړل ٠ ( دونګ فانګ سو ) ورپسی دوی ته وويل چه زه به ستاسو دپاره لاره چاره پيدا کړم ٠ تاسو بايد يو ځای د امپراطور مخ ته لاړشی او پرمځکی باندی دی په زنګنونو د امپراطور عبادت وکړی تر څو چه امپراطور ستاسو کوچنی وجود وبخښی ٠

نو دغو لويشتينکو کسانو د امپراطور په مخ کښی پر مخکی باندی په خپلو زنګنونو په وفاداری سره عبادت وکړ او له امپراطور څخه يی د کوچنی بدن بخښنه وغوښتله ٠ امپراطور و نه پوهيده چه دوی ولی داسی عمل وکړ ٠ دغو کسانو امپراطور ته وويل چه ( دونګ فانګ سو ) ويلی ؤ چه امپراطور به مونږ ټول ووژنی ٠ نو امپراطور ( دونګ فانګ سو ) راوغوښت او ورڅخه يی پوښتنه وکړه چه ته ولی دغه معيوب کسان غولوی ؟ ( دونګ فانګ سو ) ځواب ورکړ چه ددوی د بدن جګوالی که څه هم د يو متر څخه هم کم نه دی ، خو په هری مياشتی کښی يوه کڅوړه وريجی او ٢ سوه يوانه پيسی ترلاسه کوی ٠ حال دا چه زما وجود ٢ متره جګوالی لری او د مياشتی له مخی هم يوه کڅوړه وريژی او ٢ سوه يوانی معاش ترلاسه کوم ٠ په پای کښی لويشتينک کسان به ژر د مړښت له امله مړه شی او زه به ژر د لوږی له امله مړ شم ٠ دا حالت نامعقوله دی ٠ که د امپراطور په نظر زما خبری سمی وی ، نو دغه حالت به بدل کړی ٠

امپراطور د ( دونګ فانګ سو ) د خبرو د اوريدو نه وروسته سخت په خندا شو ٠ او ( دونک فانګ سو ) ددی نيرنګ له لاری خپل مقصد ترسره کړ ٠ ځکه چه وروسته امپراطور ( دونګ فانګ سو) خپل اړخ ته راوغوښت او د مامور په حيث يی وټاکه ٠ دا د دايمی ارامتيا دپاره د وريجو د غوښتلو په هکله د دونګ فانګ سو په باب يوه خوندوره کيسه وه ٠

د ( دونګ فانګ سو) په باب کيسی زياتی دی ٠ يوه بله کيسه يی دا ده ٠ د دوبی په يوه ورځ ( دونګ فانګ سو ) له ملګرو وزيرانو سره په کارونو بوخت ؤ ٠ د امپراطور نوکر د يوه قيمتی وحشی حيوان غټه غوښه يووړله او دوی ته يی وويل چه دا د امپراطور جايزه ده ٠ د مربوطو اصولو سره سم بايد وزيران د امپراطور د تحريری فرمان د اوريدو نه وروسته دغه غوښه وويشی ٠ خو ( دونګ فانګ سو ) د امپراطورد تحريری فرمان د لوستلو نه مخکښی په ځانګړی توګه په چاړه د غوښی يوه برخه پری کړه او کورته يی بيرته يووړله ٠ امپراطورد ( دونګ فانګ سو ) څخه د شکايتونو د اوريدو نه وروسته هغه خپل حضور ته راوغوښت او ور ته يی وويل چه ته بايد په دی باب څه توضيحات ورکړی ٠ ( دونګ فانګ سو ) وويل چه دغه غوښه ستاسو له خوا مونږ ته راکړی وه ٠ د تحريری فرمان لوستنی يوازی د وخت پوری اړه درلوده ٠ او ما د فرمان د لوستلو نه مخکښی د غوښی يوه برخه کور ته يووړله ٠ له دی عمل څخه زما لوی جراُت ښه څرګند شوی ؤ ٠ که څه هم ما د نورو نه مخکښی د غوښی يوه برخه پری کړی وه ،خو دغه برخه د نورو نه کوچنی وه ٠ له دی نه زما سپيڅليتوب څرګند شوی ؤ ٠ او که څه هم ما غوښه کور ته وړلی وه ، خو مقصد می دا ؤ چه پلاراو مور می ژر وخوری ، نو له دی نه زړو کسانو ته زما احترام څر ګند شوی ؤ ٠ په داسی حالت کښی تاسی به څنګه ما ته سزا راکړی ؟ امپراطور د ( دونګ فانګ سو ) د خبرو په اوريدو سره هيڅ ځواب ورنه کړ او په خندا شو ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18