CRI Online
د متلونو کيسې

د ( لو يانګ ) په ښار کښی د کاغز بيه جګه شوه

د چين په لرغونی ټولنه کښی چه د مطبعی چارو ترقی نه وه موندلی ، شعرونه او مقالی په دی طريقه مروجی شوی وی چه د لوستونکو په قلم کاپی او بيا به نورو ته خپريدی ٠ په تاريخ کښی يو اديب چه ( ځو سه ) نوميده ، يوه داسی ښکلی مقاله وليکله چه د اشرافو او واکمنانو له خوا خوښه شوه او دغه مقاله يی په قلم کاپی او ژر ژر نورو ته خپره شوه ٠ په دی وجه په يوه وخت کښی په بازارونو کښی د کاغز بيه په بيړی سره اوچته شوی وه ٠ او يوه خوندوره کيسه په دی بنسټ د خلکو په منځ کښی خوله په خوله ګرځيده ٠

( ځو سه ) د ميلاد په ٢٥٠ م کال کښی وزيږيده او د چين د ( جين ) په امپراطوری دوره کښی يو ستر اديب ؤ ٠ دده څيره بدرنګه وه او د کوچنتوب په وخت کښی يی دومره هوښياری هم نه درلوده ٠ هغه د خطاطۍ ، د ډول وهلو او موسيقی غږولو په تمريناتو کښی برخه اخستی وه ، خو بريالتوب يی ترلاسه کړی نه و ٠ وروسته چه هغه لږ څه لوی شو ، د پلار په لارښوونه يی زيات کتابونه ولوستل او ښی ښی مقالی يی وليکلی ٠

د ٢٠ کالو په عمر کی يی کشره خور چه ( ځو فنګ ) نوميده دامپراطوری ملکی له خوا د امپراطور د ښځی په توګه انتخابه شوه ٠ نو ( ځوسه ) د کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای مرکز ( لويانګ ) ته انتقال وکړ او په دی توګه ( ځو سه ) ته لا زيات فرصتونه برابر شول چه د اشرافو په ټولنه کښی يی د لويو اديبانو سره ملګرتيا وکړه او زيات تماسونه يی ونيول او ددوی په اغيزو د ( ځو سه ) د مقالی د ليکلو سويه لا زياته اوچته شوه او په پای کښی هغه د ( سان دو فو ) په نامه هغه ستره او مشهوره مقاله وليکله چه د خلکو په منځ کښی نسل په نسل ساتل شوی ده ٠

د ( سان دو فو ) په نامه مقاله ( ځو سه ) په خپل ٣٠ کلن عمر کښی وليکله ٠ ددی مقالی د بشپړيدو نه وروسته لوی اديب ( هوانګ پو می ) د مقالی سر ليک وليکه ٠ دغه مقاله لومړی د اديبانو په منځ کښی خپره شوه او وروسته اشرافو او بډايانو هم دی مقالی ته زياته علاقه وښودله او زړونو يی وغوښتل چه دغه مقاله کاپی کړی او و يی لولی ٠ په نتيجه کښی په ( لو يانګ ) ښار کښی د کاغز اړتيا هم نه شوه رفع کيدی ، نو بيه يی ورځ په ورځ اوچته شوه ٠

د ( سان دو فو ) په نامه مقاله يوه څرنګه مقاله ده ؟ ٠ په چينايی ژبه ( سان ) ٣ ته او ( دو ) د پايتخت معنی ورکوی او ( فو ) په هغه زمانه کښی يو ادبی شکل و ٠ دغه ادبی شکل د نامتو غزل او اصطلاح څخه په استفادی سره وليکل شو ٠ ( سان دو ) د پخوانيو ( وی ) ، ( وو ) او( شو ) ٣ ملکونو پايتختونو ته ويل کيده ٠ د( سان دو فو ) په نامه مقاله د ( شو دو فو ) ، ( وو دو فو ) او ( وي دو فوو ) څخه عبارته وه ٠ او په هر ( فو ) کښی د خاطری سړی په قول دهمدی ځای د جغرافيا ، توليداتو او نظامونو په باب تشريحات ورکړی شوی ؤ ٠ سره له دی د مقالی بريالتوب نه يوازی د مقالی په ادبی شکل کښی ليدل شوی ؤ بلکه د محتوياتو په برخه کښی هم ؤ ٠ اديب ( ځو سه ) د مقالی د ښه ليکلو دپاره د پخوانی اثارو د تصديق او څيړنی دپاره شخصاُ دغو سيمو ته لاړ ترڅو په مقاله کښی ليکل شوی حالات او پيښی جعلی نه شی ٠ د اصلی موادو د چمتو کولو نه وروسته ( ځو سه ) په خپل کور کښی د خپلو لس کالو په وقفولو سره بالاخره دغه مقاله وليکله ٠

د ( سان دوفو ) په نامه ستر اثر د چين د ٣ ملکونو په دوره کښی د ټولنيز ژوند اصلی حالات منعکس کړی ؤ او د هيواد د وحدت په شمول هغه موضوعات چه په هغه زمانه کښی د ټولو خلکو او واکمنانو له خوا ور ته زيات د توجه وړ ؤ زيات راياد شوی دی ٠ نو ځکه دغه مقاله د ټولو خلکو او واکمنانو له خوا ډيره وستايل شوه او وروسته هم د وارثانو له خوا ښه وساتله شوه ٠

په حقيقت کښی د يوه پوخ اديب په توګه ( ځوسه ) نه يوازی ددی مقالی په بشپړولوسره شهرت ترلاسه کړی بلکی يی نوری زياتی ښکلی مقالی او غوره شعرونه هم ليکلی ؤ ٠ په دغو شعرونو او مقالو کښی هغه په ساده ژبه دوطن او خلکو سره خپله ژوره مينه څرګنده کړی وه او په دی توګه هغه د زياتو شاعرانو سرمشق ګرځيدلی ؤ ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18