CRI Online
د متلونو کيسې

د( سونګ يوو ) ګاونډی پيغله په پټه توګه له ديوال څخه هغه ګوری

د چين په لرغونی ادبی تاريخ کښی يو لوی ليکوال چه ( سونګ يوو ) نوميده يو ډير ښکلی زلمی ؤ ٠ ( سونګ يوو ) د چين په لرغونی زمانه کښی د مشهور لوی شاعر ( چيو يوان ) سره په يوه زمانه کښی ژوند کاوه ٠ لوی شاعر ( چيو يوان ) يو ښکلی ادبی شکل يعنی د ( چيو ) په نامه شعری شکل جوړکړ ٠ دغه ادبی صورت ښکلو کليمو او جملو ته زياته توجه ورکړه او د زياتو مثالونو او علامو څخه په استفادی سره يی رنګارنګی خاطری جوړی کړی ٠ دده د مړينی نه وروسته ( سونګ يوو ) په دی شعری شکل کښی د ( چيو يوان ) يو مهم وارث ؤ ٠ او دده په نامه د ( دن توځه ) د شهوت په باب يو شعر کښی يوه دلچسپه کيسه وويله شوه ٠ ددی کيسی نوم ؤ : د ( سونک يوو ) ګاونډی پيغله په پټه توګه له ديوال څخه هغه ګوری ٠

کيسه يی دا وه : ( سونګ يوو ) او ( دن تو ځه ) دواړه د( چو ) د ملک وزيران ؤ او د ( چو ) له پاچا سره يی نژدی اړيکی درلودی ٠ ( دن تو ځه ) د ( سونګ يوو ) د پوهی او استعداد څخه سخت حسادت وکړ او هميشه يی د پاچا په وړاندی د ( سونګ يوو ) څخه شکايت وکړ ٠ يو وار ( دن توځه ) پاچا ته وويل چه ( سونګ يوو ) په ريښتيا سره يو ډير ښکلی او پوه ځوان دی ، خو هغه هم دشهوت خاوند دی ٠ تاسی بايد هغه پرينږدی چه ستاسو شاهی ماڼۍ ته لاړشی ٠ ځکه چه ستاسو په شاهی ماڼۍ کښی زياتی ښکلی ملکی او پيغلی شته ٠ که دوی ورسره وګوری ، ممکنه به وی چه يو څه ستونزی به راپيدا شی ٠

د ( چو ) پاچا ( سونګ يوو ) خپل حضور ته راوغوښته او د ( دن تو ځه ) خبری يی هم ور ته وويلی ٠ ( سونګ يوو ) وويل چه زما ښکلی څيره د پلار او مور په وجه طبيعی ده ٠ او د کوشش او زيار له امله ما زياتی پوهی او علوم ترلاسه کړی دی ٠ خو زه هيڅ شهوت نه کوم ٠ پاچا ورڅخه په دی باب تصديق واخست ٠( سونګ يوو) وويل چه په دنيا کښی زياتی ښکلی پيغلی شته او د ( چو) په ملک کښی ښکلی پيغلی ترنورو ملکونو نه زياتی دی ٠ او زما په اجدادی کلی کښی ښکلی پيغلی د ( چو ) د ملک تر نورو سيمو کښی زياتی ليدل کيږی ٠ او زما ګاونډی نجلۍ دکلی تر نورو پيغلو نه زياته ښکلی ده ٠ ور ته په ځير کتل هيڅ کومه نيمګړتيا نه پيدا نه کوی او ددی خندا د زياتو ځوانو بډايانو د مستۍ سبب کيږی ٠ خو دغه ښکلی پيغله د درو کالو دپاره د ديوال څخه په پټه توګه ما ګوری ٠ خو دغه عمل يی زما زړه ته هيڅ ټکان نه دی رسولی ٠ نو زه هيڅ ډول مينه او عاشقی نه کوم ٠ او ( دن تو ځه ) په اصل کښی د شهوت خاوند دی ٠

د ( چو ) پاچا بيا ور څخه تصديق واخيست ٠ ( سونګ يوو ) وويل چه د ( دن تو ځه ) ښځه يو بدرنګه ښځه ده ، خو هغه ورسره مينه پيدا کړه او اوس دوی دواړه ٥ ماشومان لری ٠

په تاريخ کښی د ( سونګ يوو) په باب يادداشت ډير کم دی ٠ خو د ( چيو يوان ) د مستقيم وارث په توګه يی د چين پر ادبياتو باندی زياته اغيزه اچولی ده ٠ د( سونګ يوو ) څه دپاسه لس اثار پاتی شوی دی او په دی جمله کښی د ( ګاو تانګ ) په باب شعر ، د ښکلی ښاپيری په باب شعر او داسی نور يی ډير مشهور دی ٠ په دغو اثارو کښی ليکوال په غنی خاطرو او ښايسته کليمو د پيغلو روحی او بدنی څيری تصوير کړی او دغه اثار د چين په وروستيو ادبی ساحه کښی ښه سرمشق ګرځيدلی دی ٠ مثلاُ د ( لو شنګ ) د ښاپيری په نامه شعر چه د نامتو شاعر ( چاوځه ) له خوا جوړ شوی ، د ( جيانګ فۍ ) د ملکی په نامه شعر چه د ( شيې لينګ يونګ ) له خوا ليکل شوی او د ښکلی پيغلی په نامه شعر چه د ( سه ما شيانګ ژو ) له خوا ليکل شوی د سپيڅليتوب او لوړ همت د خاوندی په توګه د يوی يوی پيغلی او ښځی شعری مجسمی جوړی کړی دی ٠ او په حقيقت کښی په داسی اثارو کښی د ليکوالانو سياسی مفکوره او د ژوندانه مرام هم شامل شوی دی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18