CRI Online
د متلونو کيسې

د سلو قدمونو له لری فاصلی څخه د چنار د ونی پر پاڼی باندی غشی ويشتل کيږی

د ملکونو تر منځ د جګړو په لرغونی زمانه کښی د چين په خاوره کښی زيات وړوکی ملکونه موجود ؤ او په مختلفو ملکونو کښی يو شمير نامتو شخصيتونه ليدل کيدل او ددوی په باب کيسی لا تر اوسه د خلکو په منځ کښی ويل کيږی ٠

د ( چين ) د ملک لوی جنرال ( بای چی ) په جګړو کښی ډير تکړه ؤ او په خپلو قوماندانۍ يی په ټولو جګړو کښی هيڅ ماتی نه وه خوړلی ٠ نو خلکو ( بای چی ) ته دايمی بريالی جنرال باله ٠ په يوه کال کښی د ( چين ) د ملک پاچا ( بای چی ) ته صلاحيت ورکړ چه د پوځيانو په وړلو سره د ( وی ) پرملک باندی بريد وکړی ٠ ښکاره ده چه که د ( وی ) ملک د ( چين ) له خوا ونيول شی ، نو د نورو ملکونو په منځ کښی به جنګی سلسله راپيدا شی ٠ نو زيات شمير کسانو په دی باب سخته انديښنه څرګنده کړی وه ٠

يو مشاور چه ( سولی ) نوميده د ( وی ) پر ملک باندی د بريد نه کولو په هکله جنرال ( بای چی ) ته نصيحت وکړ او يوه داسی کيسه يی ور ته وويله :

يو نامتو غشی ويشتونکی ؤ چه ( يانګ يوو جی ) نوميده ٠ هغه له کوچنتوب څخه د غشی په ويشتلو کښی سخت تمرينات کړی ؤ او دا طاقت يی ترلاسه کړی ؤ چه د سلو قدمونو له لری فاصلی څخه په سمه توګه د چنار د ونی پاڼی غشی وولی ٠ په هغه وخت کښی يو بل توريالی سر تير ؤ چه ( پان هو) نوميده او هغه هم د غشی په ويشتلو کښی تکړه ؤ ٠ يوه ورځ دوی دواړو د غشی د ويشتلو په يوی سيالی لاس پوری کړ چه دا سيالی د زيات شمير خلکو د علاقی وړ ګرځيدلی وه ٠

د سيالی له ميدان څخه د ٥٠ قدمونو په لری فاصله کښی يوه لرګينه تخته ايښودله شوی وه او د تختی پر مرکز باندی په سور رنګ پوښول شوی دايره وی نښه د غشی د ويشتلو هدف ؤ ٠ لومړی سرتير ( پان هو ) خپله قوی لينده ډکه کړه او په ٣وارو سره يی ٣ غشی د تختی په سری مرکزی نښی باندی ولګول ٠ او دده له عالی او غوره مهارت څخه د نندارچيانو له خوا تودی چکچکی راپورته شوی ٠

ور پسی ( يانګ يو جی ) ميدان ته ننوت ٠ هغه د شاو خوا چاپيريال وکوت او بيا يی وويل چه د ٥٠ قدمونو په فاصله د غشی ويشتلو نښه نژدی ده ٠ مونږ بايد د سلو قدمونو په لری فاصله د غشی ويشتلو سيالی پرځای کړو ٠ نو هغه د سلو قدمونو په لری فاصلو د چنار د ونی يوه پاڼه په سره رنګ سره کړه ، بيا يی بيرته ميدان ته راغی او خپله لينده يی خلاصه کړه ، په پای کښی يی غشی ددی سری پاڼی له مرکز څخه تير شو ٠ نندارچيان ددی حالت په ليدو سره ډير هک پک پاتی شول ٠ ( پان هو ) په دی ښه پوهيده چه مهارت يی د ( يانګ يوجی ) څخه ټيټ دی ٠ خو باور يی نه درلود چه د ( يانګ يو جی ) هر غشی به د ونی له پاڼی څخه تير شی ٠ نو ٣ پاڼی يی په سره رنګ سری کړی او له ( يانګ يو جی ) څخه يی غوښتنه وکړه چه په نوبت سره پر دغو ٣ پاڼو باندی غشی وولی ٠

( يانګ يو جی ) د ( پان هو ) د ترتيب سره سم د غشی په ويشتلو کښی پوره بری ترلاسه کړ ٠ په دی توګه ټولو نندارچيانو په لوړ اواز ور ته افرين وايه او ( پان هو ) هم د ( يانګ يو جی ) د لوړ مهارت په وړاندی خپل احترام څرګند کړ ٠

خو د خلکو د تودو چکچکو په قوی اوازونو کښی يو سړی ( يانګ يو جی ) ته وويل چه تا د سلو قدمونو په فاصله د سم غشی ويشتلو په مهارت به دا امتياز ترلاسه کړی چه زما روزنه ترلاسه کړی ٠

( يانګ يو جی ) د دغو مغرورو خبرو د اوريدو نه وروسته په قهر سره ور څخه پوښتنه وکړه چه ته به په کومه طريقه ما وروزی ؟

هغه په کراره کرارۍ سره وويل چه زه نه غواړم چه د غشی ويشتلو په باب تا ته درس درکړم ٠ مګر زه تا پوهوم چه د نورو د ستاينی په وړاندی څنګه خپل غوره موفقيت وساتی ٠ ايا تا په دی فکر کړی نه دی چه که ته په کوم وار ستا د ليندی د خلاصولو قوت کمزوری شوای وی او يا د يوڅه بې پروايی له امله ستا غشی په نښی ونه لګيږی ، نو ته به د غشی ويشتلو په باب د قهرمان باافتخاره لقب له لاسه ورکړی ٠ نو يوه ښه او ممتاز غشی ويشتونکی بايد خپل ننګ او مقام ښه وساتی ٠

د کيسی نه وروسته ( سولی ) جنرال ( بای چی ) ته وويل چه تا د دايمی بری موندلی جنرال غوره لقب ترلاسه کړی دی ٠ خو د ( وې ) ملک يو داسی ملک نه دی چه په اسانی سره به خپل سر نورو ته ټيټ کړی ٠ که تاسی سمدستی پر دی ملک باندی بری و نه شی موندلی ، نو دا به حتماُ ستاسو ننګ او مقام ککړ کړی ٠ ( بای چی ) د ( سولی ) د خبرو د اوريدو نه وروسته د ناروغۍ په بهانه د ( وی ) پر ملک باندی د بريد پلان پريښود ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18