CRI Online
د متلونو کيسې

د غره پر برج باندی د اور لګولو په باب کيسه

د چين په بيلا بيلو فيوډالی سلسلو کښی امپراطور د دولت ترټولونه عالی واک درلود او د عالی صلاحيت څخه برخوردار ؤ ٠ خو که امپراطور له دولتی واک څخه د لوبی په شان بی ځايه استفاده کوله ، نو حتماُ به ماتی خوړله ٠

( جو يوووانګ ) د ميلاد نه مخکښی په ٨ مه پيړۍ کښی د ( جو ) د سلسلی وروستنی امپراطور او يو ناپوهه او شرير امپراطور ؤ ٠ هغه به دولتی چارو ته هيڅ اهميت نه ورکاوه او شپی او ورځی به يی په شاهی ماڼۍ کښی له ښکلو ښځو سره د شرابونو په څښلو او شهوت کښی تيرولی ٠ او يوه معشوقه ښځه ( باو سی ) ور باندی ډيره ګرانه ؤه ٠ که څه هم ( جو يوو وانګ ) د ( باو سی ) هره غوښتنه او تقاضا پوره کوله خو دغه ښځه لا هم هره ورځ په لوی غم کښی لويئدله او پر مخ باندی به يی هيڅ ډول خندا نه ليدله کيده ٠ امپراطور ( جو يوو وانګ ) د خپلی معشوقی ښځی د خوشحالۍ دپاره زيات کوششونه وکړل ، خو ټول ناکام شول ٠

يوه ورځ ( جو يوو وانګ ) د معشوقی ښځی ( باو سی ) سره يو ځای بهر ته سيل کاوه ٠ دوی د ( لی شان ) غره د کلا برج ته پورته شول ٠ امپراطور ( جو يوو وانګ ) ( باو سی ) ته د برج د اهميت په باب معلومات ورکړل او ور ته يی وويل چه دا د جنګی خبر د خپورولو ودانی ده ٠ په هغه وخت کښی له سرحد نه تر مرکز پوری په هره ټاکلی فاصله کښی يوه کلا جوړه شوی وه او عسکرو به د کلا پر برج باندی شپی او ورځی څارنه کوله ٠ کله چه دښمنان پر سرحدی کرښی باندی تيری وکړی ، عسکرو به پر برج باندی اور لګاوه ٠ او له دی لاری به يی ګاونډيو پوځيانو ته خبرتيا ورکوله ٠ ګاونډيو عسکرو چه اور يی وليد ، هم به پر خپل برج باندی اور بل کاوه او له دی لاری به يی جنګی خبر په بيړه سره مرکز ته رساوه ٠ دغه شان کله چه به د دولت مرکز له تهديد سره مخامخ کيده ، د ( لی شان ) د غره پر برج باندی به هم اور بليده او د ( جو ) د سلطنت په اړه ملوک الطوائفو به د دی اور په ليدو سره سمدستی خپل عسکر د ( جو ) مرکز ته ورليږل ٠

( باو سی ) د امپراطور د خبرو په اوريدو سره بيا هم باور نه درلود چه د اور له لاری به د لری فاصلو څخه مرسته کوونکی پوځيان راوغوښتل شی ٠ د ( باو سی ) د خوشحالی او خوښی دپاره امپراطور ( جو يوو وانګ ) سمدستی عسکرو ته امر وکړ چه د ( لی شان ) د غره پر برج باندی اور بل کړی ٠ کله چه د ( لی شان ) د برج اور بل شو ، سمدستی د شاوخواو پر برجونو باندی اور هم بل شو ٠ په دی توګه دغه اور د برجونو په وسيله خپريده او د بيلا بيلو ځايونو د ملوک الطوائفو له خوا وليدل شو ٠ دوی ګمان کاوه چه مرکز يی د تيريکوونکی تهديد سره مخامخ شوی ، نو دوی سمدستی د خپلو عسکرو سره يو ځای مرکز ته ورسيدل ٠

خو کله چه دوی د لی شان د غره په لمنی کښی راغونډيدل ، ويی ليدل چه امپراطور ( جو يوو وانګ ) له خپلی معشوقی ښځی ( باو سی ) سره په کراره کرارۍ کښی ناست ؤ چه شراب يی څښل او سندری يی ويلی ٠ خو د کوم دښمن پته يی نه لګيده ٠ نو دوی پوه شول چه امپراطور دوی غولولی دی ٠ ملوک الطوائف مجبوراُ په نا رضا مندی سره له خپلو عسکرانو سره له مرکز څخه ولاړل ٠ ( باو سی ) وليدل چه مغرورو او تورياليو ملوک الطوائفو فريب خوړلی دی ، پر مخ يی خندا پيدا شوه ٠ ( جو يوو وانګ ) وليدل چه معشوقه ملکه يی په خندا شوه ، هم ډير خوشحال شو ٠

کله چه ملوک الطوايف خپلوطن ته بيرته ورسيدل ، ( جو يوو وانګ ) بيا عسکرو ته امر وکړ چه پر برج باندی اور بيا بل کړی ٠ ملوک الطوائفو بيا له خپلو پوځونو سره د مرکز پر خوا منډی ووهلی ٠ ( جو يوو وانګ ) او ( باو سی ) وليدل چه دغو ملوک الطوائفو بيا فريب وخوړ ، په سخته خندا شول ٠ په دی توګه دوی دواړو وار په واره داسی لوبی کولی ، په پای کښی مختلفو ملوک الطوائفو د برج اور ته هيڅ اهميت ورنه کړ ٠

لږ وخت وروسته امپراطور ( جو يوو وانګ ) وغوښتل چه ( باو سی ) د لومړی ملکی په توګه ټينګه کړی او د ( باو سی ) زوی د شهزاده په حيث وټاکی ٠ ددی هدف د ترسره کولو دپاره ( جو يوو وانګ ) خپله اصلی ملکه او شهزاده له چوکۍ څخه لری کړل ٠ د ملکی پلار د( شنګ ) د ملک پاچا ؤ ٠ کله چه هغه واوريدل چه لور يی د ملکی له څوکی څخه ايستل شوی ده ، ډير په قهر شو او سمدستی يی د ځينو ملوک الطوائفو سره اتحاد جوړ کړ او د( جو) پر سلطنت باندی يی بريد وکړ ٠ ( جو يوو وانګ ) په تلوار سره امر وکړ چه د برج دپاسه اور بل شی ٠ خو ملوک الطوايفو ور باندی اطمينان نه درلود او د ( لی شان ) د غره د برج د اور د بليدو سره سره دوی هيڅ عسکر مرکز ته ور ونه ليږل ٠ نو په دی توګه د ( جو) د سلطنت مرکز ژر مات شو ٠ امپراطور ( جو يوو وانګ ) ووژل شو او ( باو سی ) هم ونيوله شوه او د ( جو ) سلطنت له منځه لاړ ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18