CRI Online
د متلونو کيسې

د وريجو د سوپ د ويشلو په باب کيسه

( فان جونګ ايان ) د چين په تاريخ کښی يو وتلی سياستمدار او اديب ؤ ٠ هغه نه يوازی په سياسی ساحه کښی زياتی کارنامی قايمی کړی وی ، بلکی يی په ادبی او نظامی ساحو کښی هم زياتی پوهی درلودی او دده هغه مقاله چه د ( يوی يانګ ) د عمارت په نامه ياديږی ، ډير مشهوره ده ٠ په دی مقاله کښی يوه جمله چه وايی ، بايد د نورو نه مخکښی د غمونو په باب فکر وکړی او د نورو نه وروسته نيمکرغی او ښادی ترلاسه کړی ، د اسلافو له خوا زياته خوښه شوه ٠ اوس به تاسو ته د ( فان جونګ ايان ) د کوچنيتوب په دوره کښی د درس ويلو په باب يوه کيسه وړاندی کوو ٠

( فان جونګ ايان ) په ميلادی ١٠ مه پيړۍ کښی د ( سونګ ) په امپراطوری دوره کښی په يوه غريب کور کښی وزيږيده ٠ کله چه هغه د ٣ کالو له عمر څخه کم عمر درلود ، پلار يی د ناروغۍ له امله مړ شو ٠ نو کورنی يی خورا غريبه شوه او په بی وزلی سره يی تريخ ژوند تيراوه ٠ ( فان جونګ ايان ) د څه دپاسه لسو کالو په لنډ عمر بهر ته لاړ او د ( اين تيان ) ښار په ښوونځی کښی يی درس ووايه ٠ د زده کړی په موده کښی يی ژوند ډير ساده ؤ ٠ څرنګه چه هغه د ډوډۍ د اخستلو کافی پيسی نه درلودی ، نو په يوی اوږدی مودی کښی به يی هره ورځ د وريجو سوپ خوړل ٠ هغه به هر سهار د وريجوسوپ جوړول چه سوړ او کلک شی ، سوپ به يی په ٣ برخو ويشل او مالګين سبزی به يی ميده ميده کول او په دی توګه به يی شپه او ورځ تيروله ٠

يوه ورځ چه ( فان جونګ ايان ) د وريجو سوپ خوړل ، دده يو نژدی دوست راغی ٠ هغه وليدل چه ( فان جونګ ايان ) يوازی د وريجو سوپ او مالګين سبزی خوړل ، نو ويی غوښتل چه په خپلو پيسو د ( فان جونګ ايان ) ژوند يو څه ښه کړی ٠ خو ( فان جونګ ايان ) په قطعی توګه دده مرسته رده کړه ٠ نو هغه مجبوراُ په دوهمه ورځ زيات خوندور خوراکونه ( فان جونګ ايان ) ته ورکړل ٠

څو ورځی نه وروسته دغه دوست بيا ( فان جونګ ايان ) ته ورغی ٠ خو هغه په حيرانتيا سره وليدل چه دده د تحفی په توګه وړل شوی چرګ ، کب او داسی نور خوراکونه په اصلی شکل په خپل ځای کښی پاتی او ټول خراب شوی دی ٠ نو په قهر سره يی ( فان جونګ ايان ) ته وويل چه ته يو ډير مغرور سړی يی ، او د نورو هيڅ ډول مرسته نه منی ٠ زما زړه له دی امله سوړ شو ٠

( فانګ جونګ ايان ) په مسکا سره وويل چه تا پر ما باندی غلط فکر کړی دی ٠ داسی نه ده چه زه ستاسو خوراکونه نه خورم ٠ بلکه زه د خوړلو جراُت نه لرم ٠ ځکه چه ستاسو د خوندورو خوراکونو د خوړلونه وروسته به زه څنګه د وريجو په سوپ او مالګينو سبزو کښی مزه او خوند پيدا کړم ؟ دده دوست د ( فان جونګ ايان ) د خبرو د اوريدونه وروسته د هغه د لوړ همت ډيره ستاينه وکړه ٠

يو ځل يو سړی له ( فان جونګ ايان ) څخه پوښتنه وکړه چه ستا مرام څه دی ؟ هغه ځواب وکړ چه زما يو مرام دا دی چه د ډاکتر په حيث د خلکو د ناروغۍ ښه علاج وکړم او بل مرام می دا دی چه د صدراعظم په توګه دولتی چاری ښی اداره کړم ٠ وروسته ( فان جونګ ايان ) د صدراعظم په حيث وټاکل شو او د ( سونګ ) په سلسله کښی يو مشهور سياستمدار وګرځيد ٠

( فان جونګ ايان ) د تعليمی چارو پرمختګ او د بوروکراتو سازمانونو اصلاحاتو ته د هيواد د غښتليتوب د دوو مهمو برخو په توګه زيات اهميت ورکړ ٠ هغه د هيواد په چوکاټ کښی په زيات قوت سره ښوونځی جوړ کړل او ښوونځيو ته يی زيات شمير ښوونکی وروليږل او د هيواد د اړتياوړ پرسونلو په روزلو کښی يی زيات قوت واچاوه ٠ علاوه په دی هغه بااستعداده کسانو ته د احترام په سترګه کتل او دوی يی د لوړ رتبه مامورينو په حيث وټاکل ٠ مثلاُ نامتو سياستمدار او اديب ( عاو يانګ شيو)، اديب ( جو دوين ايی ) او فلسفه پوه ( جانګ جای ) ټولو د ( فان جونګ ايان ) مرستی ترلاسه کړی وی ٠

( فان جونګ ايان ) د خپلو کارونو سره سره په ادبی او کلتوری ساحه کښی هم زياتی هلی ځلی وکړی ٠ او يو شمير غوره مقالی يی وليکلی ٠ دده په نظر ادب بايد د ټولنی له واقعاتو سره سم د ټولنيز انکشاف او بشری پرمختګ دپاره خدمت وکړی او دده دغه نظر وروسته پر ادبی انکشاف باندی زياته اغيزه اچولی وه ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18