CRI Online
د متلونو کيسې

د شاوخواو ځايونو څخه د ( چو) د ملک سندره راپورته کيږی

که يو سړی له زياتو لويو مشکلاتو سره مخامخ شی او د شاوخوا حالات څخه دا اټکل کيږی چه هغه به ماتی وخوری ، په دی حالت کښی دغه اصطلاح استعماليږی چه د شاوخوا څخه د ( چو ) سندری راپورته شوی دی ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢٠٢ م کال کښی په چين کښی لومړی واحد فيوډالی سلطنت يعنی د ( چين ) په نامه امپراطوری دولت تايسس شو ٠ او اوس د نړيوال کلتوری ميراث په حيث د چين د ( شان سی ) ولايت د ( چين شه هوانګ ) د عسکرو او اسونو خاورينی مجسمی ددی سلطنتی دولت څخه پاتی شوی اثاربلل کيږی ٠ او يو بل نړيوال کلتوری ميراث لوي ديوال دی چه هم يی د چين په امپراطوری دوره کښی يی هم په ابتدايی توګه خپل صورت موندلی و ٠

د چين لومړی امپراطور ( چين شه هوانګ ) يو ډير مغرور سړی ؤ هغه د خپلی شانداری شاهی ماڼی او مجللی مقبری د ابادولو دپاره زياتی پيسی مصرفی کړی ٠ نو ځکه دغه مستبد امپراطور پر خلکو باندی سخت ظلمونه وکړل او د خلکو څخه يی بی شميره شتمنی او ګټی واخستلی ٠ په دی وجه د خلکو قوی پاڅونونه او قيامونه وار په واره راپورته شوی ؤ ٠ او د ١٥ کالو نه وروسته د ( چين ) امپراطوری تسلط نسکور شو ٠ د ( چين ) د سلسلی د نسکوريدو نه وروسته ٢ځواکونو چه يو يی د ( سيانګ يوو ) په قوماندانۍ او بل يی د ( ليو بانګ ) په مشرۍ ؤ ، د دولتی واکونو د ترلاسه کولو دپاره اوږدی او سختی جګړی وکړی ٠

( سيانګ يوو ) اصلاُ د ( چو ) پوځ يو جرار ، زړه ور او په جګړه کښی تکړه جنرال ؤ ٠ خو هغه د خپل جنګی برياليتوبونو له امله هم يو ډير مغرور قوماندان بلل کيده ٠ ( ليو بانګ ) د ( چين ) سلسلی په وروستنی زمانه کښی يو ټيټ رتبه مامور او هم يوحيله ناک سړی ؤ ٠ هغه بااستعداده کسان ښه پيژندل او ور څخه يی ښه استفاده کوله ٠ د چين د امپراطوری تسلط د نسکوريدو په جګړو کښی دوی دواړو د ورورګلوی دوستی قايمه کړی وه چه يو د بل ملاتړ به يی کاوه ٠ خو د ( چين ) د سلسلی د پای ته رسولو نه وروسته يو د بل دښمن شول ٠

په لومړی وخت کښی ( سيانګ يوو ) مطلق تفوق درلود او هغه د ( سی چو باوانګ ) يعنی د لويديځ ( چو) د بادار لقب له ځان سره وتاړه ٠ په بل عبارت هغه خپل ځان امپراطور وباله او ( ليو بانګ ) ته يی د ( هان ) د ملک لقب ورکړ ٠ ( ليو بانګ ) به د خپل قوت د ساتلو دپاره په ظاهره کښی د ( سيانګ يوو ) باداری مقام مانه ، خو په پټ ډول به يی بااستعداده کسان راجلبول او خپل پوځيان به يی پراخول ٠ ورو ورو د ( ليو بانګ ) قوت د ( سيانګ يوو) د ځواک سره برابر شو ٠

د ( سيانګ يوو ) او ( ليو بانګ ) تر منځ جګړه د زياتو کالو دپاره ساتله شوی وه چه په تاريخ کښی د ( چو) او ( هان ) تر منځ د رقابت په نامه ياديده ٠ يو وار ( سيانګ يوو ) په جګړه کښی ( ليو بانګ ) ته سخت ضرر ورساوه او د ( ليو بانګ ) پلار او ماندينه يی ژوندی ونيول ٠ ( سيانګ يوو ) د ( ليو بانګ ) د پلار څخه د يرغمل په توګه استفاده وکړه او ( ليو بانګ ) يی تهديد کړ چه که تسليم نه شی ، نو پلار به يی ووژنی او د پلار له غوښو څخه به يی ښوروا جوړه کړی ٠ خو ( ليو بانګ ) ( سيانګ يوو ) ته وويل چه مونږ له پخوا نه د وروڼو په شان ؤ ٠ نو زما پلار هم ستا پلار دی ٠ که تاسی زمونږ د پلار په غوښو ښوروا جوړه کړی حتماُ هير نه کړی چه ما ته يوه کاسه ښوروا راکړۍ ٠ ( سيانګ يوو ) د دغو خبرو په اوريدو سره مجبوراُ د ( ليو بانګ ) پلار او ماندينه بيرته ( ليو بانګ ) ته وروسپارله ٠

د ( ليو بانګ ) او ( سيانګ يوو ) تر منځ د ژوند او مرګ جګړه د ( های شيا) يعنی د اوسنی ( ان خوی ) په ولايت کښی رامنځ ته شوی وه ٠ او د سختی جګړی نه وروسته د ( ليو بانګ ) پوځ ( سيانګ يوو ) او دده پوځ کلابند کړ ٠ که څه هم د ( سيانګ يوو ) حالات ډير خراب ؤ ، خو يو لک تنه عسکران يی لا هم په لاس کښی درلودل ٠ نو ( ليو بانګ ) په يوه ګزار سره ( سيانګ يوو ) نه شوای تباه کولی ٠

يوه شپه د ( سيانګ يوو ) عسکران چه د ( ليو بانګ ) د پوځ له خوا کلابند شوی ؤ ، د شاوخواو ځايونو څخه يی اشنا سندری واوريدی ٠ کله چه دوی ور ته غوږ ونيوه ، نو په دی پوه شول چه نوموړی سندری د خپل اجدادی کور يعنی د ( چو ) فولکلوری سندری دی او د ( ليو بانګ ) له نظامی کمپ څخه راپورته شوی دی ٠ ( سيانګ يوو ) او دده پوځيان ډير حيران شول او داسی يی ګمان کاوه چه ( ليو بانګ ) ددوی اجدادی کور نيولی دی ٠ او زيات کليوالان يی دلته راوړلی دی ٠ او دغو اشنا سندرو هم له اجدادی کور سره د ( چو ) عسکرو د سختی يادونی احساسات رااوچت کړل ٠ نو په يوه وخت کښی د ( سيانګ يوو ) په پوځ کښی ګډوډۍ رامنځ ته شوه او عسکران يی د سپوږمی په رڼا کښی وتښتيدل چه په نتيجه کښی د ( چو ) په کمپ کښی يوازی څو سوه تنه پاتی شوی ؤ ٠

په اصل کښی دا د ( ليو بانګ ) دسيسه وه ٠ هغه خپل پوځيان ترتيب کړل ٠ دوی د( چو ) محلی غمجنی سندری وويلی او له دی لاری يی د ( سيانګ يوو ) په مقابل کښی پوځی پاڅون راپورته کړ ٠

د ( های شيا ) په نامه جګړه بالاخره د ( ليو بانګ ) په بری سره پای ته ورسيده ٠ او ( سيانګ يوو ) مجبوراُ خپل ځان وواژه ٠ وروسته ( ليو بانګ ) د ( هان ) امپراطوری تسلط قايم کړ ٠ د ( هان ) امپراطوری زمانه د چين په تاريخ کښی د زياتو سمسورو او سعادتمنو دورو څخه شميرل کيده ٠ او په اقتصادی او کلتوری ساحو کښی يی د ليدووړ مؤفقيتونه ترلاسه کړی ؤ ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18