CRI Online
د متلونو کيسې

د ( نان که) د خوب په باب کيسه

د ( نان که ) د خوب په نامه يوه چينايی اصطلاح ده او له دی اصطلاح څخه د خوب حالت او هغه خيالی مرام چه ترسره نه کيږی راڅرګند شوی دی ٠ دغه اصطلاح د ميلاد په ٩ مه پيړۍ کښی د چين د ( تانګ ) په امپراطوری سلسله کښی د ليکوال ( لی ګونګ ځو ) په کتاب کښی د ( نان که ) د سيمه ايز مشر د بيوګرافۍ په نامه ليکله شوی ده ٠

يو سړی چه ( چوين يوو فنګ ) نوميده ، شراب يی ډير خوښيدل ٠ دده د کور په انګړ کښی يو لرغونی او غټه سمسوره ونه ولاړه ده ٠ هغه د دوبی په ګرمه شپه کښی په داسی حال کښی چه په اسمان کښی به سپوږمۍ رڼا ورکوله ، ستوری به ځليدل او وږمه به چليدله ، هميشه ددی غټی ونی تر بوټو لاندی په ارام زړه څملاست او له دی لاری به يی د ورځی ګرمتيا لری کوله او له اسمان نه به يی خوند اخست ٠

يوه ورځ ( چوين يوو فنګ ) د خپلی زيږيدو ورځ وه ٠ نو هغه په کور کښی ددی ورځی د نمانځنی دپاره يوه خوندوره ميلمستيا جوړه کړه ٠ او زيات خپلوان ا دوستان دده کور ته ورغلل٠ هغه د محترمو ميلمنو د راتګ څخه ډير خوشحاله ؤ ٠ په ميلمستيا کښی يی زيات شراب وڅښل ٠ شپه راغله او ميلمانه بيرته خپلو کورونو ته لاړل ٠ هغه د شرابو په نشه يی حالاتو کښی ددی غټی ونی تر بوټو لاندی پرلوی کټ باندی څملاست او ژر ويده شو ٠

هغه يو خوب وليد چه د دوو استازو په لارښوونی هغه د ونی غار ته ننوت ٠ په دی غار کښی يوه بله دنيا دده تر سترګو شوه چه اسمان تګ ابی ښکاری او سپينی وريځی په کراره کرارۍ سره حرکت کوی او دغه ځای د ( داهواي ) په نامه د ملک مرکز دی ٠ هغه وليدل چه د مامورينو د انتخابولو کار اجراُ کيږی ، نو خپل نوم يی هم ثبت کړ ٠ په نتيجه کښی هغه له ٣ امتحانونو څخه بريالی ووت او لومړی مقام يی ترلاسه کړ ٠ نو هغه د امپراطور حضور ته وغوښتل شو ٠ امپراطور وليدچه هغه هوښيار ځوان دی او څيره يی ډير ژوندی او جذبه ده ، ډير خوشحاله شو ٠ نو خپله لور يی ( چوين يوو فنګ ) ته ورکړه ٠ په دی توګه ( چوين يوو فنګ ) د ( دا هوای ) ملک له شهزاده ګی سره واده وکړه او په دی ډول د امپراطور زوم شو ٠

( چوين يوو فنګ ) او شهزادګۍ د واده نه وروسته نيکمرغه ژوند تير کړ ٠ لږ وخت وروسته امپراطور خپل زوم ته د ( نان که ) په سيمه کښی د مشرتابه وظيفه ورکړه ٠ ( چوين يوو فنګ ) به د خپل ماموريت په موده کښی په کارونو کښی زيار ايسته او د خلکو ستونزو ته به يی زياته پاملرنه کوله ٠ هغه به د کاری معاينی او څيړنی دپاره بيلا بيلو ځايونو ته ته ٠ او له دی امله يی په خپلو اداری سيمو کښی د قنايت وړ موفقيتونه ترلاسه کړل ٠ او د خلکو له خوا ډير وستايل شو ٠

٣٠ کاله تير شول او ( چوين يووفنګ ) په خپلو وتلو مؤفقيتونو په ټول هيواد کښی زيات شهرت وموند ٠ هغه ٥ زامن او ٢ لوڼی درلودی ٠ او ژوند يی ډير خوږ ؤ ٠ امپراطور څو واره وغوښتل چه زوم يی په خپل اړخ کښی ماموريت ترسره کړی ٠ خو محلی خلکو يی ونه منله ٠ دوی قوی ارزو درلوده چه دغه ممتاز مامور په ( نان که ) کښی پاتی شی ٠ نو امپراطور ( چوين يووفنګ ) ته زياتی مالی او مادی جايزی ورکړی ٠ او د خلکو ا رزو سره سم يی خپل زوم په همغه ځای کښی پاتی کړ ٠

په يوه کال کښی د ( شان لو) ملک د خپلو عسکرو په ليږلو سره د ( دا هوای ) پر ملک باندی بريد وکړ ٠ د ( دا هوای ) د ملک جنرالانو او عسکرانو د امپراطور په امر له دښمنانو سره سخته او بالمثله مقابله وکړه ٠ خو وار په واره يی ماتی وخوړله ٠ کله چه امپراطور د خپلو پوځيانو د مغلوبيدو خبر واوريد په ډيره ويره کښی و ٠ نو په تلوار سره يی مامورين او قوماندانان خپل حضورته راوغوښتل څو چه پر تيريکوونکو پوځيانو باندی د بری موندلو په هکله ورسره مشوره وکړی ٠ خو دغو وزيرانو او قوماندانانو واوريدل چه دښمنان يی ډير طاقتور دی او د ( دا هوای ) د ملک مرکز ته د مارش کولو په حال کښی دی ، نو ډيروارخطا شول ٠ دوی يو له بل سره وکتل خو هيڅ کومه طريقه او نظريات يی وړاندی نه کړل ٠

امپراطور چه د وزيرانو او جنرالانو وارخطايی وليدله ، ډير په قهر شو او دوی ته يی وويل چه په عادی ورځو کښی تاسی ښه ښه ژوند تر لاسه کړی دی ٠ خو اوس دولت له خطر سره مخامخ شوی ، ستاسو خولی ټولی غلی شوی ٠ ايا تاسی د دولت دپاره څه ارزښت لری ؟

په دی وخت کښی صدراعظم د امپراطور زوم ( چوين يوو فنګ ) راياد کړ٠ او امپراطور ته يی پيشنهاد وکړ چه ( چوين يوو فنګ ) بيرته راوغواړی ٠ امپراطور سمدستی امر وکړ چه ( چوين يووفنګ ) د ټول هيواد د غښلو قواوو قوماندانی وکړی او د دښمنانو سره د مرګ او ژوند مجادله وکړی ٠ خو ( چوين يوو فنګ ) د جګړی او نظامی هنر په باب هيڅ نه پوهيده ٠ نو کله چه هغه له دښمنانو سره جګړه وکړه ، لويه ماتی يی وخوړله ٠ امپراطور چه دغه خبر واوريد د چوين يوو فنګ څخه خورا زيات نا اميده شو ٠ نو امر يی وکړ چه د ( چوين يوو فنګ ) څخه ټول واکونه او صلاحيتونه واخستل شی ٠ او هغه خپل اصلی کور ته بيرته واستوی ترڅو د يوه عادی بزګر په توګه ژوند وکړی ٠ ( چوين يوو فنګ ) فکر وکړ چه په خپل عمر کښی قايمه شوی کارنامه د سترګو په يوه رپ کښی له لاسه ورکړی ده ، نو د ډير شرم له امله يی چيغی وکړی ٠ په دی وجه ( چوين يوو فنګ ) له خوب نه راويښ شو ٠ هغه په خوب کښی د ليدلی منظری سره سم د ( دا هوای ) دولت ولټوه ، بيا يی کشف کړ چه په انګړ کښی پر غټی ونی باندی د ميږيانو سوری دی ٠ او يو شمير ميږيان په دی سوری کښی اوسيږی ٠ د ( نان که ) د خوب په نامه دغه اصطلاح په ځينی وخت کښی دا معنی ورکوی چه د انسان ژوند لکه خوب دی او شتمنی او واکونه اصلی ارزښت نه لری ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18