CRI Online
د متلونو کيسې

دری تنه ببر جوړوی

که درواغ او انګازه د نورو له خوا وار په واره خپره شی ، نو معمولی خلک به دغه انګازه په حقيقت ومنی ٠ په چينايی ادب کښی يوه کيسه چه وايی ٣ تنه ببر جوړوی په همدی وجه رامنځ ته شوی ده ٠

د ميلاد نه دمخه په ٥ مه پيړۍ کښی د چين تاريخ د جګړو دوری ته داخل شو ٠ په هغه زمانه کښی زيات وړوکی ملکونه موجود ؤ او ددوی تر منځ د خاورو د نيولو په هکله بی شميره جګړی راپيښيدی ٠ له دی امله ټولنی متزلزلی او ګډوډی وی ٠ په دی وجه تاريخ پوهان نوموړی تاريخی دوره د ملکونو تر منځ د جګړو دوره بولی ٠

( وي ) او ( جاو ) دوه ګاونډي ملکونه ؤ ٠ ددوی تر منځ يو دوستانه تړون لاسليک شو ٠ د تړون د ضمانت دپاره دوو ملکونو تصميم ونيوه چه يو بل ته يرغمل وروليږی ٠ نو ځکه د( وی ) د ملک پاچا خپل زوی د يرغمل په توګه د ( جاو ) ملک مرکز ( خان دان ) ته وسپاره ٠ د شهزاده د امنيت دپاره د ( وی ) پاچا وزير ( پانګ چونګ ) هم وروليږه ، ترڅو هغه يی له زوی سره ملګرتيا وکړی ٠

( پانګ چونګ ) يو باعقله او تکړه وزير ؤ ٠ خو په حکومت کښی ځينی مامورينو ورسره مخالفت کاوه ٠ نو هغه دا انديښنه درلوده چه دده د وتلو نه وروسته به مخالفين ور باندی تهمت وکړی ٠ نو هغه د تګ نه مخکښی پاچا ته وويل چه که يو سړی ووايی چه يو ببر سړک ته راغلی دی ، تاسی پر دغو خبرو باندی باور کوی که نه ؟

پاچا وويل چه زه هيڅ باور نه کوم ٠ ببر څنګه سړک ته تللی شی ؟

( پانګ چونګ ) بيا له پاچا نه پوښتنه وکړه چه که ٢ سړی داسی خبری وکړی ، نو تاسی به ور باندی عقيده ولری که نه ؟

پاچا ځواب ورکړ چه که دوه سړی داسی ووايی زه به نيمه عقيده وکړم ٠

( پانګ چونګ ) بيا پوښتنه وکړه چه که ٣ نفره داسی ووايی ، ايا تاسی به ور باندی باور وکړی او که نه ؟

پاچا يو څه ځنډ وکړ او بيا يی ځواب ورکړ : که ټول داسی ووايی زه به ور باندی عقيده وکړم ٠

( پانګ چونګ ) د پاچا د ځواب په اوريدو سره لا زياته اندپښنه وکړه او ويی ويل چه تاسی لږ څه فکر وکړۍ ، ببر په هيڅوجه سرک ته نه شی تللی ٠ دا د ټولو له خوا د پوهيدو وړ دی ٠ خو څرنګه چه ٣ نفره ټول داسی وايی چه ببر سړک ته راغلی دی ، نو دغه جعل کاری به په واقعيت بدل شوه ٠ اوس د ( جاو ) د ملک د مرکز( خان دان ) او د ( وي ) د ملک د مرکز ( دا ليانګ ) تر منځ فاصله ستاسو د شاهی د ماڼی او سړک تر منځ د فاصلی څخه زياته لری ده ٠ او زماپه باب د تبصره کولو کسان به د ٣ نفرو څخه زيات وی ٠

پاچا د ( پانګ چونګ ) پر خبرو باندی ښه پوه شو ، نو ور ته يی وويل چه زه پوه شوم ٠ ته بايد دغه انديښنه پريږدی او په ارام زړه ( خان دان ) ته لاړ شی ٠

نو وزير ( پانګ چونګ ) د شهزاده په ملګرتيا د ( جاو ) د ملک مرکز ( خان دان ) ته ورسيدل ٠

د ( پانګ چونګ ) د ورتګ نه وروسته زياتو مامورينود پاچا په مخ کښی پر نوموړی وزير باندی توراو تهمت وکړ ٠ په پيل کښی پاچا هميشه د ( پانګو چونګ ) څخه دفاع وکړه او ويی ويل چه ( پانګ چونګ ) يو پاک زړه او وفادار وزير دی ٠ خو له بدمرغه د ( پانګ چونګ ) مخالفينو وار په واره د پاچا په مخ کښی د ( پانګ چونګ ) څخه شکايت کاوه او په پای کښی پاچا ددوی خبری ومنلی ٠ وروسته چه ( پانګ چونګ ) د ( جاو ) د ملک څخه بيرته د ( وی ) ملک ته راستون شو ، پاچا وزير ( پانګ چونګ ) په خپل حضور کښی ونه مانه او ور سره يی کتنه هم ونه کړه ٠

يوه بله کيسه هم داسی ده ٠ په هغه زمانه کښی د ( ځنګ څان ) په نامه يو پوه سړی ؤ چه د اخلاقو په برخه کښی يی هيڅ نمګړتيا نه درلوده ٠ يوه ورځ ( ځنګ څان ) د يوه کار دپاره بهر ته لاړ ٠ خو په دی وخت کښی يو سړی چه هم( ځنګ څان ) نوميده د نور د وژنی په جرم ونيول شو ٠ ګاونډی يی د ( ځنګ څان ) مور ته وويل چه ستا زوی د نور د وژنی په جرم ونيول شو ٠ د ( ځنګ څان ) مور پر زوی باندی ټينګ باور درلود او پر دغو خبرو باندی يی هيڅ باور ونه کړ چه زوی يی کوم سړی وژلی دی ٠ لږه شيبه وروسته يو بل سړی هغی ته بيا وويل چه ستا زوی يو څوک وژلی دی ٠ دده مور يو څه ځنډ وکړ ، خو بيا يی هم ور باندی عقيده نه درلوده ٠ خو ٣م سړی بيا ورغی او ور ته يی وويل چه ستا زوی يو پلانکی سړی وژلی دی ٠ نو د مور عقيده پوره له منځه لاړه ٠ او په تلوارسره وتښتيده ٠

اوس دغه اصطلاح چه ٣ نفره ببر جوړوی ، دا معنی لری چه انګازه د ويريدو وړ ده او عامه افکار قوی قوت لری ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18