CRI Online
د متلونو کيسې

غږ خلکو ته ټکان رسوی

د ميلاد نه مخکښی د ٩ می پيړۍ نه تر ٥ می پيړۍ پوری چين د ملکونو تر منځ د جګړو دوری ته داخل شو ٠ او په دی دوره کښی لس ګونه ملکونه د خپل موجوديت د ساتلو دپاره په دی لګيا ؤ چه ځانته غوره او موثری داخلی او خارجی پاليسی وټاکی اوهغه عملی کړی ٠ په دی توګه د مشاورينو يوه هغه طبقه چه په خاصه توګه به يی د مختلفو ملکونو پاچايانو ته د دولت د اداره کولو په هکله نظريات او پيشنهادونه وړاندی کول رامنځ ته شوه ٠ دغو مشاورينو په خپلو فيلسوفانه مفکورو او د دولت په اداری تيوريو ، په تيره بيا د ژورو او ژونديو مثالونو په وړاندی کولوسره واکمنانو ته خپلی نظريی څرګندولی ٠ او هغه کيسه چه غږ خلکو ته ټکان رسوی پاچا ته د مشاور ( يو چوين کوين ) د نصيحت کولو په باب جوړه شوی ده ٠

د ( چی ) ملک نوی پاچا ( چی وي وانګ ) چه په تيره زمانه کښی يو ډير هوښيار شهزاده ؤ ، نه يوازی يی په زده کړه کښی ډير زيار ايستلی ؤ بلکی يی هم د دولت د اداره کولو د تاکتيک په باب زياتی څيړنی وکړی ٠ او هيله يی وکړه چه د پلار د ځای ناست د نيولو نه وروسته خپل وطن په يوه قوی دولت اباد کړی ٠ خو کله چه هغه دولتی واک په لاسونو نيولی دا يی کشف کړی وه چه د پاچا صلاحيت او امتيازات د شهزاده نه لا زيات دی ٠ نو هغه په دی ښه او ارام ژوند کښی خپل لوی مرام له لاسه ورکړ ٠

څه دپاسه ٢ کاله تير شول چه پاچا ( چی وي وانګ ) په شرابو او شهوت کښی شپی او ورځی تيرولی او دولتی چاری به يی وزيرانو ته پريښودلی ٠ نو ځکه په سياسی چارو کښی رشوت خوری راپيدا شوی او دولتی قوت مخ په ضعيفيدو ؤ ٠ ګاونډيو هيوادونو به غوښتل چه ورباندی تيری وکړی او الحاق يی کړی ٠ نو سپيڅلی وزيران ، پاک مامورين او عامه خلک له دی امله په لويی انديښنی کښی ولويئدل ٠ خو جراُت يی نه درلود چه پاچا ته نصيحت وکړی ٠

يو مشاور چه ( يو چوين کوين ) نوميده ، ددی حالت په ليدو سره يی عزم وکړ چه په خپلی هوښيارۍ او د فرصت په پيدا کولو سره پاچا ته خپله نظريه څرګنده کړی ٠

يوه ورځ مشاور ( يوو چوين کوين ) پاچا ( چی وي وانګ ) ته وويل چه اۀ پاچا ! مهربانی وکړی چه زما يوه معما هواره کړی ٠ ( چی وي وانګ ) ور څخه پوښتنه وکړه چه کومه معما ده ؟ هغه وويل چه يو غټ مرغه ؤ چه په پادشاهی ماڼۍ کښی به د ٣ کالو دپاره اوسيده ٠ خو هغه به نه په خپلو وزرونو الوت او نه به يی کوم غږ پورته کاوه او پرته له کومه هدفه په ستړی او ستومانه ولاړ ؤ ٠ ستاسو په نظر دا څرنګه مرغه دی ؟

( چی وي وانګ ) چه د مشاور دغه خبری واوريدی ، په دی پوه شو چه هغه پاچا ملامتاوه ٠ خو يوه مسئله ده چه د مشاور پوښتنی ته به څنګه ځواب ورکړی شی ؟

پاچا د يوی شيبی د چرت وهلو نه وروسته ( يوو چوين کوين ) ته وويل چه دغه لوی مرغه چه که څه هم فضا ته نه الوزی ، خو په لازم وخت کښی به حتماُ په قوی قوت جګ اسمان ته والوزی ٠ او که څه هم هغه هيڅ غږ نه پورته کوی ، خو کله چه غږ پورته کړی حتماُ به خلکو ته ټکان ورسوی ٠

له دی نه وروسته ( چی وی وانګ ) پر خپلی اشتباه باندی زيات فکر وکړ او تصميم يی ونيوه چه د خپل ملک د پياوړتيا او غښتليتوب دپاره زياتی هلی ځلی وکړی ٠ هغه لومړی دولتی چاری ښی اداری کړی ، ټول مامورين يی خپل ځان ته راوغوښتل او د دولتی چارو په باب يی ددوی نظريات واوريدل ، او ددوی د موفقيتونو سره سم يی ورته جايزی او يا سزاوی ورکړی ٠ وروسته يی پوځی قوتونه ښه تنظيم کړل ترڅو نظامی قواوی پياوړی کړای شی ٠ په پای کښی د ( چی ) په ملک کښی لوي بدلون رامنځ ته شو او په هرځای کښی د تازګۍ او حيات نه ډکه سمسورتيا راټينګه شوه ٠ نو هغه هيوادونه چه پخوا يی د ( چی ) پر ملک باندی د تيری نيت درلود، په حيرانتيا سره يی وويل چه ( چی وي وانګ ) په ريښتيا د يوه غټ مرغه په شان دی چه که غږ پورته کړی ، نورو ته به ټکان ورسوی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18