CRI Online
د متلونو کيسې

په ( چيوجيانک ) کښی د ګلانو د شکولو په باب کيسه

په ميلادی ٨مه پيړۍ کښی د چين د ( شوی ) په امپراطوری سلسله کښی امپراطور د بااستعدادو کسانو د پيداکولو دپاره د امتحان نظام جوړکړ يعنی د بيلا بيلو امتحانونو له لاری مامورين وټاکل شی ترڅو ددوی په ګډون د حکومتی چارو ښه اداره وکړی شی ٠ د ( تانګ ) په سلسله کښی دغه نظام نوره وده موندلی وه ٠ او معمولی منورينو هم وکولای شول چه د مامورينو سره يو ځای په لوی امتحان کښی ګډون وکړی او د بيلا بيلو درجو د ازموينو څخه د بريالی وتلو له لاری ماموريت ترلاسه کړی ٠

د ( تانګ ) په امپراطوری سلسله کښی امتحانونه په ٣ مرحلو تر سره کيدل او ګډون کوونکو منورينو په جلا جلا توګه دلومړی درجی د( شيو څای ) ، د منځنی درجی د ( جيو ژن )اود دريمی درجی د ( جينګ شه ) په ٣ درجو امتحانونو کښی برخه واخستله ٠ او د ( جينګ شه ) په درجه امتحان تر نورو ٢ امتحانونو نه جګ ؤ او له دی امتحان څخه د بريالي وتلو کسانو ته د ( جينګ شه ) باافتخاره لقب ورکول کيده او په پای کښی امپراطور ( جينګ شه ) ګان خپل حضور ته راغوښتل او په امپراطوری سالون کښی يی مخامخ امتحان اخسته او بريالي کسان يی د بيلا بيلو درجو مامورينو په توګه مقررول ٠

هر منور به ډير غوښتل چه د ( جينګ شه ) په درجه امتحان کښی ګډون وکړی او د ( جينګ شه ) لقب ترلاسه کړی ٠ ځکه چه دغه کسان به دا امکان پيدا کړی چه د لوړو رتبه و د مامورينو په توګه وټاکل شی ٠ څرنګه چه دغه لوړامتحان ډير مشکل ؤ او عموماُ له سلو تنو څخه به زيات ترزياته شل تنه بريالی وتل او نورو زياتو کسانو په خپل عمر کښی کاميابی نه شوای ترلاسه کولای ٠

د ( تانګ ) په سلسله کښی به د ( جينګ شه ) په درجه امتحان دکال په لومړی مياشت کښی په مرکز ( چانګ ان ) کښی اخستل کيده او په دوهمه مياشت کښی به د( جينګ شه ) نومونه اعلاميدل او د پسرلی په معتدله هوا کښی به د امپراطور له خوا د ( چيو جيانګ ) په نامه باغ کښی لويه ميلمستيا جوړيدله او د نويو ( جينګ شه ) منورينو ته به جايزی ورکول کيدی ٠

د ( چيو جيانګ ) په نامه باغ د ( چانګ ان ) ښار په جنوب ختيځه برخه کښی واقع ؤ ٠ هلته يو لوی حوض ليدل کيده او د حوض په شاو خوا کښی ښکلی ګلان ؤ او د ( څه انګ ) معبد، ( دا ايان ) او ( سياو ايان ) په نامه دوه نامتو بودايی څلی او داسی نور د ليدو وړ ځايونه برابر شوی ؤ او امپراطور ، وزيران او اشراف به تل د سيل دپاره هلته تلل او زيات شمير شاعرانو او اديبانو هم دا عادت درلود چه په دی ځای کښی به يی شراب څښل او شعرونه به يی جوړول ٠

د ( چيو جيانګ ) په دی درنه ميلمستيا کښی له امتحان نه د بريالی وتلو نويو ( جينګ شه ) ګانو د شراب نه ډکی پيالی د ( چيو جيانګ ) سيند په اوبو باندی په کراره کرارۍ سره کيښودلی او دغه پيالی به د اوبو سره سم روانيدی او که پياله د چا په مخ دريده ، نو هغه به د پيالی شراب څښل او شعر به يی جوړاوه ٠ سر بيره په دی به ٠ ٢ تنه ځوان او جذاب ( جينګ شه ) ګان باغ ته ورليږل کيدل او دوی به په باغ کښی ښکلی او قيمتی ګلان شکول او د ( جينګ شه ) ګانو په منځ کښی به يی ويشل او دغو ( جينګ شه ) ګانو ښکلی ګلان پر جامو باندی تړل ٠ خلکو دی ميلمستيا ته د( تان هوا ) ميلمستيا ويله او ګلان شکوونکو ته به يی د ( تان هوا ) استازی ويل ٠

په يوه کال کښی ددی ميلمستيا د پای ته رسيدو نه وروسته ( جينګ شه ) ګانو د( څه انګ ) د معبد سيل وکړ ٠ کله چه دوی د ( دا ايان ) څلی ته ورسيدل، يو ( جينګ شه ) خپل نوم د څلی په اړخ پر يوی ډبری باندی حکاک کړ ٠ وروسته دغه عمل به يو رواج بدل شو ٠ او نوی ( جينګ شه ) ګان به د ميلمستيا نه وروسته د ( دا ايان ) څلی ته لاړل او يو استازی چه په ښکلی خطاطۍ کښی تکړه ؤ ، د دوی نومونه به يی پر خاصی کتيبی باندی وليکل ٠ وروسته به که څوک په جنرال او صدراعظم مقرر شی ، نو دده پرتور رنګ نوم باندی به سور رنګ وپوښول شی ٠

د ( تانګ ) په سلسلی کښی منورينو د ( چيو جيانګ ) په ميلمستيا کښی خپل ګډون کول او د ( داايان ) څلی پر کتيبی باندی د خپل نوم ليکل يو لوی فخر وباله ٠ د ( تانګ ) په سلسلی کښی لوی شاعر ( بای جو ايی ) له نورو ١٦ تنو منورينو سره يو ځای د ( جينګ شه ) له عالی رتبه امتحان څخه بريالی ووت او هغه ددوی تر منځ ډير وړوکی و چه يوازی يی ٢٧ کاله عمر درلود ٠ هغه په افتخار سره په يوه شعر کښی وليکل چه د ( څه اينګ ) د څلی پر کتيبی باندی مو نومونه وليکل او د ١٧ تنو څخه زه تر ټولو نه وړوکی يم ٠ اوس د ( سی ان ) د ښار د ( دا ايان ) د څلی په اړخ کښی پر کتيبو باندی د تاريخی ( جينګ شه ) ګانو نومونه هم ليدل کيږی ٠

د ( تانګ ) په سلسله کښی د امتحان په باب نظام هغو منورينو ته په دولتی او سياسی فعالتيونوکښی د ګډون کولو فرصت برابر کړی ؤ چه کورنی حالات يی خراب ؤ او ټولنيز مقام يی ټيټ ؤ ٠ او په دی وجه د حکومت له خوا د دولتی چارو د اداره کولو سويه لوړه شوی وه ٠ خو د امپراطوری سلسلی د پرله پسی بدلون له امله د فيوډالی ټولنی په وروستی زمانه کښی د امتحان نظام مخ په فاسديدو ؤ ٠ خصوصاُ د ١٩می پيړی د ( مينګ ) او ( چينګ ) په دوو سلسلو کښی د امتحان محتويات د کانفيوسياليستی نامتو اثارو څخه نه جلا کيدل او مقاله يی د ټاکلی صورت او قاعدو سره سم تر سخت محدوديت لاندی وه ٠

د امتحان په باب د نظام د فاسديدو له امله د ( چينګ ) په سلسله کښی د ( پوسونګ لينګ ) له خوا ليکل شوی د( لياو ځای جه ايی ) په نامه ممتازکتاب او د ( وو جينګ ځه ) له خوا ليکل شوی د( ژولينګ وای شه ) په نامه غوره کتاب په ژوندی توګه د امتحان فساد او ضرر څرګند کړی دی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18