CRI Online
د متلونو کيسې

کليوالي شاعر تاو يون مينګ

تاو يون مين په څلورمه پيړۍ کي د ختيځ جين په امپراطوري دوره کي ژوند کاوه او د چين د کليوالي شعرونو موسس و . ختيځ جين د نارامۍ څخه ډکه دوره وه او سلطنتي مبارزې يي دوام درلود . د تاو يون مين پلار او نيکه ګان د ختيځ جين د امپر اطوري دورې د موسسانو څخه وشميرل شول . کله چه تاو يون مين اته کلن و ، پلار يي مړ شو او ژوند يي هم د زوال کيدو په لور ټيټ شو . د هلکتوب په موده کي تاو يون مين وغوښتل چه د لويدو نه وروسته د هيواد دپاره سترخدمتونه تر سره کړي . خو ختيځ جين د نارامۍ څخه ډکه دوره وه او سلطنتي مبارزې يي دوام درلود . هغه د نهه ويشتو کالو په عمر حکومتي دنده په غاړه واخيستله ، مګر د مامورينو په محفل کي د فساد څخه د صبر او حوصلي نه کولو له امله له خپلې دندې څخه استعفا وکړه او بيرته خپل ټاټوبي ته لاړ، په کلي کي د ژوند د پر له پسې خرابيدو له امله تاو يون مين دوه ځلې د ولسوال دندې لاس ته راوړلې ، خو و نه يي غوښتل چه له بدو مامورينو سره په ناوړو اعمالو کي شريک وي ، د خپلې دندې د اخيستلو نه اتيا ورځې وروسته بيا بيرته کلي راستون شو.

کله چه هغه څلور څلويښت کلن و ، کور يي وسوزيده او ژوند يي لا نور هم خراب شو چه په داسي بد حالت کي هغه ډيرزيات کليوالي شعرونه وليکل . دده د ژوند وروستي موده ډيره غريبه وه حتی د ګدايي له لارې يي شپې ورځې تيرولې . مګر په دي موده کي هغه يو وار بيا د حکومت دنده رده کړه او د شفتالو د کلي په نامه ډير مشهور اثر وليکه چه دغه کلی دده لخوا جوړه شوي خيالي ټولنه وه . که څه هم تاو يون مين په خپل ټول ژوند کي يوازي له سلو نه زيات شعرونه او څه دپاسه لس اثرونه وليکل ، خو د چين د ادبياتو په تاريخ کي يي ډير مهم مقام نيولی دی ځکه چه دده شعرونه په حياتي قوت څخه ډک بريښي.


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18