CRI Online
د متلونو کيسې

( هان سين ) د نورو د توهين له امله د دوو پښو له منځه تيريده

د ميلاد نه مخکښی په ٢ مه پيړۍ کښی د ( چين ) سلطنت د چين په تاريخ کښی لومړنی واحد فيوډالی سلطنت بلل کيده ٠ او د چين لوی ديوال د همدی امپراطوری سلسلی په زمانه کښی خپل بنسټ ايز چوکاټ موندلی ؤ ٠ خو څرنګه چه پلار او زوی دواړه ټول مستبد امپراطوران ؤ او پر خلکو باندی به يی بی رحمه ظلمونه کول ، نو امپراطوری سلسلی يی يوازی د ١٥ کالو دپاره دوام درلود ٠ د ( چين ) په وروستنی موده کښی د بزګرانو پاڅونونه وار په واره رامنځ ته کيدل او زيات شمير قهرمانان راپيدا کيدل ٠ او ( هان سين ) له دغو نامتو قهرمانانو څخه ؤ ٠

( هان سيند) د چين په لرغونی زمانه کښی يو نامتو نظامی پوه ؤ ٠ هغه په يوه غريبه کورنی کښی وزيږيده او د کوچنتوب په وخت کښی يی پلار او مور دواړو له دنيا څخه سترګی پټی کړی ٠ د نظامی کارنامی د قايمولو نه مخکښی به ( هان سين ) هم په تجارت نه پوهيده او هم به يی بزګری نه کوله ٠ سره له دی دده په کور کښی هيڅ جايداد نه ؤ ٠ نو د نورو په سپکو سپورو به يی بی وزلی او بی چاری غريب ژوند تيراوه او هميشه د قحطی په حال کښی ؤ ٠ په هغه وخت کښی هغه له يوه ټيټ رتبه مامور سره دوستی قايمه کړه ٠ او تل به يی د دوست په کور کښی ډوډۍ خوړله ٠ خو د وخت په تيريدو سره د مامور ماندينی ور څخه نارضامندی راپورته کړه ٠ نو په قصدی توګه يی د ډوډۍ د خوړلو وخت بدل کړ ٠ او کله چه ( هان سين ) دده کورته ورسيد د ډوډۍ وخت تير شوی ؤ ٠ نو ( هان سين ) په قهر سره له دغه مامور سره دوستی قطع کړه ٠

د ژوند د پرمختګ دپاره به ( هان سين ) مجبوراٌ د ( هوای ) له سيند څخه کبان نيول ٠ يوه بوډۍ چه هره ورځ يی د سيند په غاړه کالی مينځل ، ويی ليدل چه ( هان سين ) حتی يوه مړی هم نه لری ، نو ډوډۍ يی ( هان سين ) ته ورکړه ٠ په شل ګونو ورځی تيری شوی چه سپين سری هره ورځ ( هان سين ) ته ډوډۍ ورکوله ٠ ( هان سين ) د سپين سری دخيرهواهۍ له امله ډير خوښ شو او ورڅخه يی زياته مننه وکړه او ويی ويل چه په راتلونکی کښی به زه حتماُ ستاسو دغه ښه ادا کړم ٠ سپين سری چه د ( هان سين ) دغه خبری واوريدی ، په قهر سره يی ور ته وويل چه ته يو سړی يی ، خو خپل ژوند نه شی تامينولی ٠ ما دهمدردی او خواخوږی له امله ډوډۍ درکړی ده ٠ زه نه غواړم چه ته زما دغه ښه ادا کړی ٠ ( هان سين ) د دغو خبرو په اوريدو سره ډير شرميده ٠

د ( هان سين ) په اجدادی کور يعنی د ( هوای اين ) په ښار کښی ځينو زلميانو ( هان سين ) ته په سپکه سترګه کتل ٠ يوه ورځ يوه زلمی وليدل چه که څه هم ( هان سين ) غټ بدن لری خو تيزه توره يی هميشه له ملا تړلی ده ٠ نو ګمان يی کاوه چه ( هان سين ) کم جراُت لری ٠ نو د ښار په مرکزی سيمه کښی يی د( هان سين ) مخه ونيوله او ور ته يی وويل چه که ته جراُت ولری ، نو په توره ما ووژنه ٠ او که ته يو کم جراته سړی يی ، نو زما د دوو پښو له منځ نه تير شی ٠ خلک پوهيدل چه دغه زلمی په قصدی توګه ( هان سين ) توهينوی ٠ خو پته لا څرګنده نه وه چه ( هان سين ) به څه وکړی ٠ ( هان سين ) يو څه فکر وکړ ، بيا په چوپ خوله د زلمی د دوو پښو له منځ نه تير شو ٠ ټول خلک په لوړ غږ وخندل او دا نظر يی څرګند کړ چه ( هان سين ) توريالی او زورور سړی نه دی او له مرګ څخه ډير ويريږی ٠ دا د نور د دوو پښو له منځ نه د تيريدلو په باب کيسه وه چه له هغه وخت نه تر اوسه پوری د خلکو په منځ کښی زيات ويل کيږی ٠

په حقيقت کښی ( هان سين ) يوه پوه او هوښيار سړی ؤ ٠ هغه وليدل چه امپراطوری ټولنه د بدليدوپه حال کښی ده ، نو په يوه زړه يی له نظامی هنر څخه دقيقه مطالعه وکړه او له دی امله يی نظامی مهارت ورځ په ورځ اوچت شو ٠ هغه باور درلود چه روښانه راتلونکی به حتماُ دده په برخه شی او د نورو په وړاندی به په هسکه غاړه ولاړ وی ٠ د ميلاد نه مخکښی په ٢٠٩ م کال کښی د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کښی د ( چين ) د امپراطوری حکومت سره د مخالفت په هکله بزګری قيامونه وار په واره راپورته کيدل ٠ ( هان سين ) په يوه نسبت قوی بزګری پوځ کښی ګډون وکړ ٠ ددی پوځ مشر ( ليو بانګ ) نوميده چه وروسته هغه د ( هان ) د سلسلی لومړی امپراطور شو ٠ په ابتدايی وخت کښی ( هان سين ) يوازی د غلودانو د وړلو يو مسؤل ؤ ٠ وروسته هغه د ( ليو بانګ ) له مشاور ( سياو هه ) سره اشنايي وکړه ٠ دوی دواړو تل د اوضاعو او نظامی تاکتيکونو په باب زياتی مشوری وکړی ٠ ( سياو هه ) په دی نظر ؤ چه ( هان سين ) به په يوه تکړه قوماندان وګرځی ٠ نو په کوشش سره يی ( ليو بانګ ) ته د ( هان سين ) په باب معلومات ورکړل ٠ خو ( ليو بانګ ) پر( هان سين ) باندی کوم اعتماد نه درلود ٠ نو ( هان سين ) ته يی مهمه دنده ورنه کړه ٠

يوه ورځ ( هان سين ) په نا اميده زړه په پټ ډول د ( ليو بانګ ) له پوځ نه نورو قيام کوونکو ځواکونو ته ولاړ ٠ کله چه ( سياو هه ) چه د ( هان سين ) د ورتګ په باب خبر شو ، سمدستی د ( هان سين ) په تعقيب يی منډی کړی ٠ ( ليو بانګ ) چه په دی خبر شو ، ګمان يی کاوه چه دوی دواړه وتښتيدل ٠ خو دوی ورځی نه وروسته ( سياو هه ) او ( هان سين ) بيرته د ( ليو بانګ ) پوځ ته ستانه شول ٠ ( ليو بانګ ) ډير خوشحاله شو٠ ( سياو هه ) ور ته وويل چه ما ستا دپاره ( هان سين ) بيرته راوړلی دی٠ په حقيقت کښی ( هان سين ) يو داسی تکړه سړی دی چه تاسو هغه پخوا و نه پيژانده ٠ که تاسی وغواړی چه ټول هيواد ترلاسه کړی ، نو پرته له ( هان سين ) نه به تاسی نورکوم سړی پيدا نه کړی چه ستاسو ارزو به دده په مرسته ترسره شی ٠ ( ليو بانګ ) د( سياو هه ) د خبرو د اوريدونه وروسته ( هان سين ) د مارشال په توګه مقرر کړ ٠ وروسته به ( هان سين ) د پوه او غښتلی قوماندان په حيث په هره جګړه کښی پوره بری ترلاسه کاوه او د ( هان ) د سلسلی د قايمولو دپاره يی زياتی غټی کارنامی قايمی کړی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18